د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره وايي چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په "بې ساري" ډول زیات شمېر وسلوال وژلي دي.
هغې ادارې د نومبر پر لومړۍ نېټه په خپاره کړي میاشتني راپور کې ویلي، امنیتي ځواکونو چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال څومره وسلوال وژلي دي، ساری یې په تېرو ۱۰ کلونو کې نه لیدل کېږي.
په راپور کې راغلي دي چې په اکتوبر کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۳۵۵ وسلوال وژل شوي دي. بلخوا د عملیاتو پر مهال د ۷۲ امنیتي سرتېرو او ۳۰ ولسي وګړو د وژل کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره په خپل راپور کې لیکي چې په اکتوبر کې وسلوالو ۵۵ کسان تښتولي او امنیتي ځواکونو بيا ۲۲ مشکوک وسلوال ګرفتار کړي دی.
راپور زياتوي چې د سېپټېمبر پرتله په اکتوبر کې د وسلوالو بریدونه ۲۹ سلنه زیات شوي ول. په اکتوبر کې وسلوالو ۸۹ بریدونه کړي خو د تلفاتو شمېر یې د سېپټېمبر پرتله ۱۹ سلنه ټیټ ښوول شوی دی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ااداره پرمخ لیکي چې دا مهال ډېری عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ترسره کېږي خو په سیند او پنجاب کې هم په خال خال سیمو کې د دوی عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا کې پاکستاني طالبان او په بلوچستان کې بلوڅ بېلتونپالې ډلې د پاکستان پر پوځ او پولیسو وسلوال بریدونه کوي.
بلخوا د پاکستان پوځ او پوليس وايي چې امنيت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد يې په بېلا بېلو سيمو کې هدفي عمليات روان دي.