اعلامیه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) او د ملګرو ملتونو د نفوس یا ابادۍ چارو ادارې کنټینرونه به په پړاوونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.
بلوڅ وايي، دا مقدمه په ۲۰۲۴ز کال کې په اکتوبر کې د کراچۍ په قایداباد تاڼه کې دایره شوې وه چې پکې پر نوموړې د بغاوت، د ولس د پارولو او ترهګرۍ په ګډون یوشمېر تورونه پورې شوي ول.
عدالت د ټولو تورنو کسانو د غیرمنقول ملکیت د ضبطولو امر هم کړی دی. غیرمنقوله شتنمي د یو چا هغه دارايي وي چې له یو ځای نه بل ځای ته نه شي لېږدول کېدای، لکه ځمکه او کور.
نقوي دا و نه ویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو څومره کیمپونه پاتې دي خو زیاته یې کړه چې حکومت د ټولو پنډغالو د تړلو پرېکړه کړې ده. نقوي وویل، د ۲۰۲۵ز کال تر سېپټېمبره یې شاوخوا ۱.۶ مېلیونه افغانان له پاکستانه ایستلي دي.
د یاد ګوند مرکزي جنرل سېکرټري احسان الله خان د نومبر په ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې کړې دی.
اکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د نومبر پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د مخالفو ګوندونو مشرانو خبرداری ورکړی دی چې که حکومت خپله رویه "سمه" نه کړه نو پر ضد به یې په ټول ملک کې احتجاج پیل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۸مه په اوونیزه خبري غونډه کې وویل، اوربند په دې موخه ترسره شوی وو چې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو مخنیوی وشي خو هغه هدف نه دی ترلاسه شوی.
نور وښیئ