د لاسرسي ځای

تازه خبر

استانبول کې د طالبانو او پاکستانيو چارواکو ترمينځ خبرې لا هم هوکړې ته نه دې رسېدلي


په استانبول کې د ترکيې بيرغ ـ انځور له ارشيفه
په استانبول کې د ترکيې بيرغ ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د استازیو ترمينځ د ترکيې په استانبول کې خبرې اترې لا هم کومې پايلې يا هوکړې ته نه دي رسېدلي.

دا تر هغه وروسته ده چې دواړو لوريو په دوحه کې د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه دويمه ناسته پيل کړه.

د قطر او ترکيې په مينځګړتوب دا خبرې اترې د اکتوبر پر ۲۵مه پیل شوې وې. تر دې وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د اوسنیو خبرو پرېکړه هلته کړې وه. د ترکیې په روانو خبرو کې د دواړو هېوادونو د مينځنۍ کچې استازي ګډون کوي.

ټاکل شوې وه چې د اوربند د تړون په اړه به د نورو خبرو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځ بله غونډه د اکتوبر له ۲۵مې څخه تر ۲۷مې پورې د ترکيې په استانبول ښار کې کېږي.

خو د دريو ورځو تر تېرېدو وروسته لا هم هغو خبرو کومه نتيجه نه ورکړې او د دواړو پلاویو ترمينځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

نن (د اکتوبر پر ۲۸مه) ټاکل شوې وه چې مذاکرات به دوام وکړي، خو دواړو هېوادونو رسمي بيانونه او دريځونه لا مخې ته نه دي راغلي، او زياتره جريان د سرچينو له قوله رسنيز شوی دی.

د دواړو هېوادونو رسنيو د خپلو پلاويو د سرچينو په حواله پر يو بل تورونه پورې کړي دي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې ملي راډيو ټېلېويژن د اکتوبر پر ۲۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې دعوه کړې ده چې د طالبانو پلاوي د "رغنده او پایله لرونکو" خبرو اترو د ترسره کولو هر ډول هڅه کړې، خو په وينا یې داسې ښکاري چې پاکستانی پلاوی له خبرو "د وتلو هڅه" کوي.

په بیان کې دا ادعا هم شوې ده چې د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ د مذاکراتو د پروسې مخه نیسي.

وړاندې راغلي چې طالبانو د خبرو اترو او "واقعیت پاللو" پالیسي ساتلې خو اسلام اباد ته یې ویلي دا نه شي کولای چې د پاکستان امنیت وساتي او نه هم د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې استازیتوب کولای شي.

بيان زياتوي چې د پاکستان ناامني د هغه هېواد کورنۍ مسله ده او باید اسلام اباد یې په خپله حل کړي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د اکتوبر پر ۲۷مه د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې پاکستان د طالبانو له حکومت د ټي ټي پي او د بلوڅ بېلتونپالو پر وړاندې د عملیاتو غوښتنه کوي او دا هم غواړي چې د طالبانو حکومت دي پر دې ډلو د ترهګرو ټاپه ولګوي او مشران دې یې "لاس تړلي" اسلام اباد ته وسپاري.

بلخوا پاکستانيو رسنیو د دغه هېواد د مرکچي پلاوي د سرچينو له قوله طالبان په نه همکارۍ تورن کړي او ادعا یې کړې چې طالب پلاوي څو ځلي خپل دریځ بدل کړی چې له همدې امله اوس مهال خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.

جیو نیوز د خپل پلاوي په حواله راپور ورکړی، چې طالب پلاوی د خبرو په جریان کې کابل سره اړیکي نیسي او خپلې خبرې بدلوي.

په راپور کې د پلاوي په حواله دا ادعا هم شوې چې د خبرو په پیل کې طالب پلاوي په افغانستان کې د ټي ټي پي موجودیت تایید کړ او د پاکستان له غوښتنو سره یې موافقه وکړه خو د سرچینې د ادعا له مخې، له کابل سره تر خبرو کولو وروسته یې هر څه رد کړل.

افراسیاب خټک: افغان طالبان دې ثابتېدو ته اړتیا لري چې ګواکې د پاکستان لپاره کار نه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:58 0:00

بريدونه او جګړه

د دواړو هېوادونو ترمينځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.

تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.

وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.

سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.

د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG