د پاکستانیو او پر افغانستان د واکمنو طالبانو د ځواکونو تر نښتو وروسته د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ ټولې تجارتي لارې تړل شوې دي. له دې کبله نه یوازې سوداګري په ټپه درېدلې بلکې دواړو خواوو ته په مالونو بار سلګونه ټرکونه هم ایسار پاتې دي. تفصیل د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.