د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنه: لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي ۳۰ نور ژوبل دي


امنیتي ځواکونه د پېښې د ځای معاینه کوی - د سېپټېمبر دویمې نېټې انځور
امنیتي ځواکونه د پېښې د ځای معاینه کوی - د سېپټېمبر دویمې نېټې انځور

د بلوچستان چارواکي وايي د سر ښار کوټې په شاهواني لوبغالي (سټیډیم) کې د بلوچستان نيشنل ګوند (بي اېن پي) د غونډې ځای ته نږدې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي چې ډېری یې د همدې ګوند غړي او پلویان دي.

د کوټې پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د سېپټېمبر په دویمه نېټه ناوخته شوې ده. په کوټه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي) ویاند بیا ویلی، له لومړنیو شواهدو داسې ښکاري چې برید ځانمرګی وو. دوی وايي، د پېښې له ځایه شواهد راغونډوي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مرستیال مشر ساجد ترین له چاودنې وروسته په کوټه کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې وار له مخې یې حکومت ته ویلي وو چې د هغوی د ګوند د جلسې امنیت دې ونیسي ځکه چې د ممکنه بریدونو اندېښنې موجودې وې.

د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټی پر اېکس (پخواني ټوېټر) د یو بیان په خپرولو سره دا برید غندلی دی او ویلي یې دي چې د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو امر کړی دی او د برید تر شا لاس لرونکي به زر ونیول شي.

تر اوسه کومې ډلې په کوټه کې د شوې چاودنې مسوولیت قبول کړی نه دی.

تر دې وړاندې هم د سېپټېمبر په دویمه د خیبر پښتونخوا په بنو کې د اېف سي ځواک پر مرکز ځانمرګی برید وشو او په تعقیب یې وسلوال مرکز ته ننوتل او تر څو ساعته پورې یې له امنیتي ځواکونو سره ډزې تبادله کړې.

د بنو ډویژن د پولیسو مشر سجاد خان د سېپټېمبر په دویمه مشال راډیو ته وویل، امنیتی ځواکونو شپږ وسلوال وژلي دي او د وسلوالو په ډزو د پولیسو، اېف سي او پوځ لږ تر لږه شپږ سرتیري هم وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي. سجاد خان دا ونه ویل چې بریدګر څوک وو؟ کومې وسلوالې ډلې هم تر اوسه د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده.

XS
SM
MD
LG