د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې وسلوالو ۲ پوليس تښتولي دي


د بنو پوليس تر يوې چاودنې وروسته اړين اقدامات کوي ـ انځور له ارشيفه
د بنو پوليس تر يوې چاودنې وروسته اړين اقدامات کوي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د بنو پولیس چارواکي وايي، ناپېژندليو وسلوالو د هغې ضلعې په هوېد سيمه کې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډيپارټمنټ یا سي ټي ډي) سرتېری او په سردي خېلو کې بيا د پوليسو د ځانګړي څانګې سرتېری تښتولي دي.

پوليسو زياته کړې چې دا دواړې پېښې د اکتوبر پر ۳۱مه شوې دي او هغوی د لټون عمليات پیل کړي دي.

تر اوسه چا د پولیس سرتېرو د تښتولو ذمه واري نه ده منلې.

په عين حال کې پولیسو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ويلي دي چې د دواړو پېښو په غبرګون کې پر همهغه ورځ د هوېد امن کمېټۍ د یو مشکوک وسلوال پلار او ورور تښتولي او له ځان سره يې کېنولي دي.

د حکومت پلوه امن کمېټۍ مشرانو مشال راډیو ته ویلي، ترڅو چې د پولیسو سرتېري خوشې شوي نه وي، تر هغې به د مشکوک وسلوال پلار او ورور له هغوی سره وي.

په بنو او ورڅېرمه شمالي وزیرستان کې وسلوال پر پوځ او پولیسو بریدونه کوي او ځیني وخت سرتېري هم برمته کوي.

د پاکستان پوځ او پولیس وايي چې په سیمه کې د امنیت ټینګولو ته ژمن دي او وخت په وخت په سیمه کې عملیات هم کوي.

XS
SM
MD
LG