طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ د شوې ډزبندۍ نن (اکتوبر ۱۶مه) دويمه ورځ ده. د ۴۸ ساعته ډزبندۍ وخت به د اکتوبر پر ۱۷مه د کابل پر وخت مازیګر پینځنيمې او د پېښور پر وخت مازیګر ۶ بجې پوره کېږي. دواړو
د پاکستان حکومت په امر د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ روانه ده، خو په دې کې داسې کډوال هم شته چې له مجبورۍ د کور ځینې سامانونه په ډېره کمه خرڅوي.
له بلوچستان څخه د پاکستان پيپلز ګوند منتخب سېنېټر بلال احمد خان مندوخېل وايي چې په بلوچستان کې ناامنۍ ته تر ټولو زياته لاره د محرومۍ احساس هواره کړې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ کنفرانس د سېپټېمبر پر ۳۰مه پای ته ورسېد. په کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان پخواني چارواکو او مدني او سياسي فعالانو ګډون وکړ. په غونډه کې د پاکستان د پوځ پخواني افسر انعام الحق هم ګډون کړی وو چې
په اسلام اباد کې د شاوخوا ۳۶ سیاسي، مدني او جهادي شخصیتونو غونډه د سېپټېمبر پر ۲۹مه او ۳۰ مه ترسره شوه.
د شاوخوا ۳۶ سیاسي، مدني او جهادي شخصیتونو دغه غونډه چې پخوا ځنډیدلې وه، اوس به د سېپټېمبر پر ۲۹ او ۳۰ کېږي.
په پاکستان کې مېشت کوچيان وايي چې افغانستان ستنېدنې دوی له يو لوی مشکل سره مخامخ کړي دي. له مشال رېډيو سره په خبرو کې دوی وويل چې د دوی څاروي بره په غرونو کې دي او نه شي کولای چې یا يې په پاکستان کې خرڅ کړي یا يې له ځانونو سره افغانستان ته بوزدي.
له پاکستانه د افغان کډوالو کډې د چمن او تورخم له لارې افغانستان ته روانې دي. په سېپټېمبر میاشت کې دا لړۍ ډېره تېزه شوې ده. په تورخم کې افغانستان غاړې ته د عمري په نوم یو کیمپ جوړ شوی چې له پاکستانه اېستل شوي کډوال پکې لنډه دمه کوي.
د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د پوځ سرتېرو په همدې ورځ د وسلوالو پر ضد عملیات کول چې ځوابي برید پرې وشو.
د پنجاب د میاوالۍ په کوټ چاندنا کیمپ کې د افغان کډوالو یو مشر قدا علي خان ځدراڼ وايي، د پاکستان حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او په اسلام اباد کې یې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ته "منت زارۍ" وکړې چې د افغانانو د مهاجرت کارډونو موده دې وغځوي.
د باجوړ جرګې مشر صاحبزاده هارون رشید وايي، د روانې میاشت په پیل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، امنیتي ځواکونو او حکومت ترمینځ جرګې په موقتي ډول کامیابي ترلاسه کړه
پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر خوشال خان کاکړ وايي، په پاکستان کې د مېشتو پښتنو د مسلو د هواري لپاره د ټولو پښتنو ګوندونو همغږي اړینه ده.
له پاکستانه د افغانانو خپل هېواد ته د تګ سلسله روانه ده. په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر حاجي راز محمد سلیمانخېل هم خپله کډه بار کړې ده. له سلیمانخېل سره بشپړه مرکه وګورئ.
د اسلام اباد په پوهنتونونو کې افغان محصلین وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې په سختۍ ویزې تمدیدوي. دوی د اګست پر ۱۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په اسلام اباد کې د نورو هېوادونو زده کوونکي هم تعلیم کوي، خو په وینا یې، د هغوی ویزې ژر نوې کېږي خو له افغانانو سره د پاکستان رویه بدله ده.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدی وايي تمه یې لرله چې پاکستان به هلته د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي
چارواکو د بلوڅ بېلتونپالې ډلې "(بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د ترهګرو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د اغېزناکه لارو چارو پر لټولو ټینګار" وکړ.
د کورنیو چارو وزارت د جولای پر ۳۱مه په یو فرمان کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی دی، ویلي چې په پاکستان کې د پي او ار کارډ لرونکو د "اوسېدو قانوني موده د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې" چې ورسره سم یې حیثیت "ناقانونه شوی" دی.
د پاکستان د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن او د انګرېزۍ ډان ورځپاڼې په ګډون ګڼو رسنیو ویلي چې عدالت عمر ایوب خان، شبلي فراز، د سني اتحاد شورا مشر او د قامي اسمبلۍ غړي صاحبزاده محمد حامد رضا، د تحریک انصاف مخکښې سیاستوالې او د قامي اسمبلۍ غړې زرتاج ګل وزیرې ته د ۱۰، ۱۰ کلونو د بند سزا اورولې ده.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر په بل بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د جولای پر ۱۹مه او ۲۰مه د بلوچستان په قلات کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس عملیات وکړل چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته وشوه" چې پکې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.
نور وښیئ