هند ویلي دي چې په کابل کې یې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړی دی.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې دا اقدام يې په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امير خان متقي د هند د وروستي سفر په جریان کې له اعلان شوي پرېکړې سره سم کړی او په کابل کې يې د هند د تخنیکي ماموریت حیثیت "په سمدستي توګه" سفارت ته لوړوي.
بيان زياتوي چې دا پرېکړه د هند "هوډ" څرګندوي چې د دوه اړخیزو ګټو په ټولو برخو کې له افغان لوري سره خپلې اړیکې "ژورې" کړي.
په اعلاميه کې ټينګار شوی دی چې په کابل کې د هند سفارت به د افغان ټولنې له لومړیتوبونو او هیلو سره سم د افغانستان د "جامع پراختیا، بشري مرستو او د ظرفیت لوړولو په نوښتونو کې د هند ونډه نوره هم زیاته کړي."
تر دې وړاندې، د هند د بهرنيو چارو وزير اېس جېشنکر دا اعلان د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي د هند د سفر پر مهال کړی وو. د اکتوبر پر نهمه د متقي د شپږ ورځني سفر له پیل سره سم دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې وې، خو هند لا هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.
هند د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت تړلی وو. وروسته هند د ۲۰۲۲ز کال په جون کې د بشري مرستو د څار لپاره د یو تخنیکي ډلې په استولو سره په کابل کې خپل تخنيکي ماموريت پیل کړی وو.
په ورته وخت کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په یوه فرمان کې د خپل هېواد شارژدافېیر (ناظم الامور يا چارسنبالی) مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د قطر د "فوق العاده او ټولواک سفیر" په توګه ټاکلی دی.
قطر د اکتوبر پر ۲۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په رسمي ډول دا پرېکړه اعلان کړه.
قطر په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته د هغوی له حکومت سره پراخې اړیکې او تعامل خپل کړی دی. دا هېواد په دې وروستیو کې له ترکیې سره یوځای د طالبانو او پاکستان ترمينځ د اوربند د مذاکراتو مينځګړی هم وو.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۱مه له طلوع نیوز سره په مرکه کې یو ځل بیا وویل چې دوی د امریکا په شمول له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. خو له تېرو څلورو کلونو راهیسې، له روسیې پرته، بل هېڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.
نړیواله ټولنه غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت بايد ټول شموله وي، بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي او د بیان ازادۍ او رسنیو ازادۍ ته درناوی ولري.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې حکومت یې ټول شموله دی او د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په رڼا کې تضمین شوي دي، خو نړیوالو ته دا ادعاوې د منلو نه دي.
که څه هم ځینو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو خپل سفارتکاران یې بېرته کابل ته استولي او د طالبانو استازي یې هم منلي دي. د دې اقدماتو هدف د تخنيکي اړیکو خوندیتوب، بشري او قونسلي چارو ته لاسرسی او سوداګریزې اړیکې ښوول شوې دي.