په وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمينځ تر خونړيو نښتو وروسته د دواړو هېوادونو استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې مذاکرات کوي.
د اکتوبر پر ۱۸مه د قطر په کوربه توب دا خبرې تر هغه اوربند وروسته کېږي چې د اکتوبر پر ۱۵مه د ۴۸ ساعتونو لپاره موافقه ورباندې وشوه او وروسته د سولې تر مذاکراتو پورې وغځېد.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی نن (د اکتوبر پر ۱۸مه) دوحې ته تللی دی. له نوموړي سره د طالبانو د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق هم د افغانستان او پاکستان ترمينځ د مذاکراتو لپاره قطر ته سفر کړی دی.
مجاهد د اکتوبر پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې زياته کړې ده چې که څه هم د طالبانو حکومت پاکستان ته "د ځواب ويلو حق محفوظ ګڼي"، خو د هغه په وينا، د دوی ځواکونه دې د خپلې مذاکراتي ډلې "د حيثيت ساتلو او درناوي په منظور له نويو تحرکاتو څخه ډډه وکړي."
هغه دا خبره تر هغه وروسته کړې چې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د هغه هېواد د دفاع وزير خواجه محمد اصف په مشرۍ به يو لوړ پوړی پلاوی نن (د اکتوبر پر ۱۸مه) په دوحه کې د افغان طالبانو له استازو سره خبرې کوي.
بيان زياتوي چې مذاکرات به د دواړو هېوادونو ترمينځ د پولې په اوږدو کې "د سولې او ثبات د بیرته راګرځولو" لپاره پر سمدستي اقداماتو تمرکز وکړي.
پر افغانستان د پاکستان تازه بريدونه
پاکستان د افغانستان پر پکتيکا ولايت د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال په داسې حال کې تازه هوايي بريدونه وکړل چې د همدغې ورځې پر سهار د شمالي وزيرستان د ميرلي په خدي سيمه کې د پوځ پر يو مرکز په وسلوال بريد کې اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې، جیش الفرسان محمدي، د هغه بريد ذمه واري منلې وه.
له څو ورځو راهيسې د دواړو هېوادونو تر مينځ جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.
خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
پاکستان دا بريدونه په داسې حال کې وکړل چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په شپږ ورځني سفر نوي دلي ته تللی وو.