د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصري خان خاطر د خيبر د لويو شاعرانو په مينځ کې ممتاز حيثيت درلود


مصري خان خاطر د خيبر د لويو شاعرانو په مينځ کې ممتاز حيثيت درلود
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:04 0:00

مصري خان خاطر اپرېدي د خپلې شاعرۍ له وجې په داسې زمانه کې په ولسي کچه لوی شهرت او نوم وګاټه چې په خیبر کې د حمزه شینواري، لال زاده ناظر شینواري، خیبر اپرېدي او ساحر اپرېدي په شان شاعران موجود ول او ځانونه یې د شهرت بام ته رسولي ول. د دوی په مينځ کې خاطر اپرېدي سر راپورته کړ او په خپلې ولسي او عام فهمې شاعرۍ یې خلک ځان ته متوجه کړل. ژوند له دغه ولسي شاعر سره وفا ونه کړه او هغه په تانده ځوانۍ کې ومړ خو شعر یې لا ژوندی دی. د خاطر د شاعرۍ کتابونه هم چاپ شوي دي خو سندرغاړو هم د هغه نېږدې ټوله شاعري د موسیقۍ په سر او تال کې خلکو ته رسولې ده.

XS
SM
MD
LG