د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف او په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد ويلي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو خواوو ترمينځ خبرې اترې د اوربند په هوکړې پای ته رسېدلې دي.
خواجه اصف د اکتوبر پر ۱۹مه پر اېکس پاڼه ليکلي چې دواړه ګاونډي هېوادونه به د يو بل "د خاورې درناوی" کوي.
نوموړي زياته کړې ده چې په پاکستان کې به "د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ لړۍ سملاسي بنده شي." دا هغه داعا ده چې د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې ده.
اصف پر مخ ليکلي چې د دواړو هېوادونو پلاوي به د اکتوبر پر ۲۵مه د ترکيې په استانبول ښار کې بيا ليده کاته کوي.
بلخوا ذبيح الله مجاهد د اکتوبر پر ۱۹مه پر اېکس پاڼه ليکلي چې "د بشپړ او معنادار اوربند د توافق تر څنګ پرېکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د يو بل پر وړاندې د عداوت هېڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ګروپونو د بريدونو ملاتړ کېږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي.
نوموړي زياته کړې ده چې دواړه لوري به د یو بل "پر امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او تاسیساتو بریدونه نه کوي."
مجاهد پرمخ ليکلي چې په راتلونکې کې به د مينځګړو هېوادونو په همکارۍ یو مېکانیزم را مينځته کېږي چې "دوه اړخیزې ادعاوې وڅېړي او توافقنامه عملي کړي."
تر دې وړاندې د قطر د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۹مه په خپاره کړي بيان کې ويلي وو چې د ترکيې او قطر په مينځګړيتوب افغانستان او پاکستان په "سملاسي اوربند" هوکړه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې د اوربند تر څنګ دواړه لوري د دواړو هېوادونو تر مينځ "د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د مېکانېزمونو پر جوړېدو" هم سره سلا شول.
وزارت زياته کړې وه چې دواړه لوري به په راتلونکو ورځو کې په دې تړاو تعقيبي غونډې هم ترسره کړي.
په اعلامیه کې پرمخ راغلي وو چې دا هوکړه به د دواړو هېوادونو ترمينځ تاوتریخوالی پای ته ورسوي او دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره پياوړی بنسټ کښېږدي.
دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر مينځ د قطر او ترکيې په منځګړيتوب د وروستي تاوتریخوالي او نښتو د مخنیوي لپاره مذاکرات پیل شول.
د طالبانو حکومت د پلاوي مشري د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد کوله او د استخباراتو مشر مولوي عبدالحق وثیق هم د پلاوي برخه وو.
د پاکستاني پلاوي مشري بيا د هغه هېواد دفاع وزیر خواجه محمد اصف پر غاړه وه او د استخباراتي ادارې، ای اېس ای، مشر جنرال عاصم ملک هم په دې خبرو اترو کې برخه درلوده.
د دواو هېوادونو ترمينځ د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.
کرکټ بورډ د اکتوبر پر ۱۷مه په خپاره کړي بيان کې زياته کړې وه چې د همدې پېښې په غبرګون کې له پاکستان سره د راتلونکو درې اړخيزه لوبو د لغوه کولو اعلان کوي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د اکتوبر پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې دعوه وکړه چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په شمالي او جنوبي وزيرستانونو کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستانيو طالبانو مرکزونه په نخښه کړي او شاخوا ۱۰۰ وسلوال يې وژلي دي.
نوموړي د دې دعوې د کره والي لپاره څه ډول ثبوت وړاندې نه کړ او نه هم د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې تر اوسه د دې وژنو په اړه بيان خپور کړی دی.
پر افغانستان د پاکستان تازه بريدونه
پاکستان د افغانستان پر پکتيکا ولايت د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال په داسې حال کې هوايي بريدونه وکړل چې د همدغې ورځې پر سهار د شمالي وزيرستان د ميرلي په خدي سيمه کې د پوځ پر يو مرکز په وسلوال بريد کې اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې، جیش الفرسان محمدي، د هغه بريد مسوليت منلی وو.
د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.
اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.
خو د طالبانو حکومت وایی چې په پاکستان کې امنيتي پېښې د دوی کورنۍ مسله ده او د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
پاکستان دا بريدونه په داسې حال کې وکړل چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په شپږ ورځني سفر نوي دلي ته تللی وو.