په خوست کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې نن ماسپښین به د دې ولایت په ورزشي لوبغالي کې په عام محضر کې د اعدام علني حکم اجرا شي. خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز پر خپله ایکس پاڼه له خلکو غوښتي چې پرته له وسلو او کمرو د پیښې ځای ته ورشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) پر اېکس ليکلي ول چې په خوست، پکتیا او کونړ کې په وروستۍ بمبارۍ کې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد نن (د نومبر پر ۲۵مه) پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي دي چې د پاکستان پوځ تېره شپه پر ځايي وخت ۱۲ بجې د خوست ولایت د ګوربزو ولسوالۍ په مغلګۍ سیمه کې د ولايت خان په نامه د يو ځايي استوګن کور بمبار کړ چې له امله يې نهه ماشومان او يوه ښځه ووژل شول.
عزیزي وویل، اوس افغانان د کراچۍ پر ځای د ایران د چابهار بندر، چې د هند په مرسته جوړ شوی، له لارې له نړۍ سره سوداګري پرمخ بیايي.
د ملګرو ملتونو هغه ادارې وايي، په نیولیو او بندي شویو کې یې "۷۶ سلنه افغان تابعیت کارډ لرونکي او بې اسناده" وګړي او پاتې یې د یو اېن اېچ سي ار د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکي ول.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې يو مشر غړي ډاکټر مخلص د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د لارو بندېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په مېليونونو ډالرو زیان اوښتی دی.
د یو اېن ډي پي راپور د خپلې یوې سروې یا نظرپوښتنې پر اساس وايي، ډېری افغان کډوالو له پاکستان او ایرانه له ځان سره ګڼ مسلکونه وروړي خو په خپلو پښو درېدو لپاره د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.
ملا برادر نن (د نومبر پر ۱۲مه) په کابل کې د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان تجارتي لارو افغان سوداګر زیانمن کړي او عام ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
نور وښیئ