نورالله ترین وايي د دوی مبارزه سوله ییزه ده او د تشدد خبرې کوونکي د غورځنګ غړي نه دي. دی وايي په پښتنه سیمه کې امن او په ناامنیو کې ښکېل په ډاګه کول غواړي. له نورالله ترين سره د مشال راډیو خبریال اسرار عالم مومند مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې پي ټي اېم دا وخت په کوم حالت کې دی؟