د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو د تړل کېدو ۴۶ ورځې پوره شوې دي چې سوداګر یې نور دوام د ځايي خلکو د اقتصاد لپاره ملا ماتوونکی بولي.
په تورخم کې د سامان لېږدوونکو ګاډو ډرایورانو د نومبر پر ۲۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ټرانسپورټ پر مخ د لارو تړل کېدو له امله په سلګونو ګاډي دواړو غاړو ته ولاړ پاتې دي چې له امله یې نه یوازې دوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي بلکې لوی مالي زیان يې کېږي.
افغانستان ته د تګ په انتظار د نعیم په نوم یو ډرایور مشال راډيو ته وویل چې یخني زیاته شوی ده او د خوراک ترڅنګ نور سهولتونه نه لري. هغه زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان له واکمنانو غوښتنه کوي چې لارې دې ژر پرانيزي.
د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې هم د تجارت پرمخ وتړل شوې.
تر دې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پر ځای دې پر "بدیلو لارو" سوداګریزې چارې وسنجوي.
نوموړي د نومبر پر ۱۲مه په کابل کې د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان تجارتي لارو افغان سوداګر زیانمن کړي او عام ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی. برادر په پاکستان کې د تجارتي تړونونو لرونکو افغان کاروباریانو ته میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه پاک کړي.
اخوا د افغانستان او پاکستان سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمينځ د تجارتي لارو پر بندېدو خواشيني ښوولې او غوښتنه یې کړې چې سوداګري دې په هر ډول حالاتو کې دوامداره پاتې شي. هغوی ټینګار کوي چې تجارت دې له سیاسته لیرې وساتل شي.
د خیبر پښتونخوا سوداګرو او قبایلي مشرانو هم د نومبر پر ۲۰مه په پېښور کې د جرګې پر مهال د پاکستان او طالبانو له حکومتونو وغوښتل چې خپلې مسلې دې د خبرو له لارې هوارې کړي او له څه باندې یوې میاشتې راهیسې تړلې لارې دې سمدستي بیا پرانیزي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، داسې نه شي کولای چې له افغانستان سره د تجارت جاري ساتلو لپاره دې "په پاکستان کې د خلکو د وژنو د دوام" اجازه ورکړي.
اسلام اباد دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې حملې کوي.
د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
داراز، ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځای ته اړتیا نه لري.
طالبان پر پاکستان تور پورې کوي چې له هغه ځایه داعش وسلوال افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دا ردوي.