د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچرډ بېنېټ وايي، د پاکستان او په افغانستان کې دې د طالبانو حکومتونه خپل مسايل د خبرو د لارې حل کړي.
هغه د نومبر پر ۲۵مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې د نړيوالو قوانينو له مخې بايد د شخړو پر وخت ولسي وګړي خوندي وساتل شي.
تر دې مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) پر اېکس ليکلي ول چې په خوست، پکتیا او کونړ کې په وروستۍ بمبارۍ کې ټول وژل شوي ولسي وګړي دي.
هغې ادارې غږ کړی وو چې په جنګونو کې بايد ولسي وګړو ته زيان و نه رسول شي.
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د نومبر پر ۲۵مه پر اېکس ليکلي دي چې د پاکستان پوځ د نومبر پر ۲۵مه نیمه شپه د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په مغلګۍ سیمه کې د ولايت خان په نامه د يو ځايي استوګن کور بمبار کړ چې پکې نهه ماشومان او يوه ښځه ووژل شول. نوموړي پر خپله اېکسپاڼه د وژل شويو ماشومانو انځورونه هم خپاره کړي دي.
مجاهد زياته کړې چې د طالبان حکومت هغه "سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي."
بلخوا د پاکستان پوځ ویاند لېفټينېنټ جنرال احمد شريف چودري پر افغانستان د تازه بريدونو دعوه رد کړې ده.
نوموړي د نومبر پر ۲۵مه پاکستانيو رسنيو ته د وينا پر مهال دعوه وکړه "پاکستان چې کله هم بريد کوي نو اعلانيه يې کوي او ولسي وګړي نه په نخښه کوي."
په همدې حال کې د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف هم د نومبر پر ۲۵مه د اردو ژبې له شخصي جیو نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې ورته خبرې کړې دي. هغه زیاته کړې چې که پوځ یې داسې حملې کړې وای، نو هرمرو یې اعلانولې.
د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې هم په افغانستان کې بریدونه کړي دي. اسلام اباد تور پورې کوي چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې بريدونه کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او ټي ټي پي دا دعوې رد کړې دي. ټي ټي پي وايي، وسلوال یې په قبايلي سیمو کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
بلخوا د افغان طالبانو حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې داعش وسله وال په هغه ملک کې خوندي ځايونه لري او له هغه ځايه په افغانستان کې حملې کوي خو اسلام اباد دا ردوي.