د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د خپلو وګړو د "وژنې په بیه" له افغانستان سره "تجارتي اړیکې" نه شي پاللی


د تورخم لارې بندېدو له وجې باروړونکې لارۍ ولاړې دي - د اکتوبر ۲۱مې انځور
د تورخم لارې بندېدو له وجې باروړونکې لارۍ ولاړې دي - د اکتوبر ۲۱مې انځور

د پاکستان د بهرنيو چاور وزارت وايي، داسې نه شي کولای چې له افغانستان سره د تجارت جاري ساتلو لپاره دې ته اجازه ورکړي چې "په پاکستان کې د خلکو وژل کېده روان وي."

د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې اوونيزي خبري غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې هلته تحریک طالبان پاکستان بیا فعال شوی دی.

نوموړي د تجارت او سیاست بېلولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې اسلام اباد د طالبانو له راتلو نیولې د ۲۰۲۵م کال ترمنځ وخته پورې، همداسې کړی ول، سیاست او تجارت بېل ساتلي وو.

خو د ده په وینا، اخر یې ځکه زغم پای ته ورسېد چې د ده په وینا د افغانستان له خاورې د وسلوالو په بریدونو کې د پاکستانیو وګړو وژنې روانې وې.

طاهر اندرابي وویل، "ایا موږ دلته د وژل کېدونکو خلکو کورنۍ په دې قانع کولای شو چې دا مرګ ژوبله دې ځکه روانه وي چې موږ له افغانستان سره تجارت لرو؟"


دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانیو چارواکو داسې تورونه پورې کړې دي بلکې هغوی تر دې وړاندې په وار وار نه یوازې ورته څرګندونې کړې دي بلکې د افغانستان په خاوره کې دننه په ترسره کړیو بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان د مهمو غړو وژلو ادعاوې هم کړې دي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی پر خپله خاوره داسې وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې هغوی پر پاکستان بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې لا هم د هر ډول تجارت پر مخ تړلې دي.

دا لارې له هغه وروسته تړل شوې وې چې کله پاکستان د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر پر نهمه پر کابل هوايي بریدونه وکړل او له هغه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ پر یو شمېر سرحدي سیمو نښتې وشوې.

تر هغو نښتو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د قطر او ترکي په منځګړتوب لومړی په دوحه او بیا استنبول کې خبرې اترې وشوې خو څه نتیجه یې ورنکړه.

پاکستان د خبرو اترو د ناکامۍ پړه په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو اچوي خو هغوی وايي پاکستان ورته داسې غوښتنې وړاندې کړې دي چې دوی ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي.

افغانستان له هند سره د هوا له لارې تجارت پیلوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00

د پاکستان له خوا د پولو تر تړل کېدو وروسته د طالبانو حکومت هڅه کوي چې پر پاکستان خپله تجارتي تکیه کمه کړي. د هم دې لپاره یې له هند سره هوکړه کړې ده چې د هوا له لارې هغه هیواد ته تجارت پیل کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د نومبر پر ۱۹مه له هند څخه وغوښتل چې سوداګري نوره هم پراخه کړي او د مالونو د لېږد لپاره په افغانستان کې د کارګو لوژستیکي مرکزونه جوړ کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې کابل له نوي ډيلي سره اړیکې پیاوړې کوي او له پاکستان سره له پرله‌ پسې شخړو او د لارو له بندېدو وروسته بدیل لارې لټوي.

په عین وخت کې سوداګر وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو تړل کېدو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته تر اوسه لږ تر لږه ۳۰۰ میلیونه ډالره تاوان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG