د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزيزي: د هند يو پلاوی به د درملو کارخانو جوړولو د کار ارزولو لپاره افغانستان ته سفر وکړي


نورالدين عزیزي د جی شنکر سره د نومبر په شلمه ولېدل
نورالدين عزیزي د جی شنکر سره د نومبر په شلمه ولېدل

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تجارت او صنعت وزير، نورالدين عزیزي په نوي دهلي کې د هندي چارواکو او تجارانو سره د سوداګرۍ په زیاتولو خبرې کړې دي.

د عزیزي دفتر د نومبر په ۲۲مه، رسنيوو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې په هند کې د درملو جوړوونکيو کارخانو مالکانو او په هغه برخه کې پانګه اچوونکو کاروباریانو ورسره په ملاقات کې ويلي چې په افغانستان کې د درملو د کارخانو په جوړولو کې دلچسپي لري. د عزیزي په وينا يو هندي پلاوی به افغانستان ته ځي او هلته به ګوري چې په دې برخه کې څومره عملي کار شونی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د نومبر په ۱۲مه له افغان سوداګرو وغوښتل چې له پاکستانه دې دوايانې نه اخلي. هغه ادعا وکړه چې پاکستانۍ دوایانې بې کيفيته دي. نوموړي افغان سوداګرو ته دا هم ويلي وو چې په دريوو مياشتو کې دې له پاکستان سره خپل حسابونه پاک کړي او "د سوداګرۍ بدیلې لارې دې ولټوي."

تر دې وروسته عزيزي د هند په سفر ولاړ. هغه هلته د هند د بهرنيوو چارو له وزير جی شنکر سره د نومبر په ۲۰مه، ملاقات وکړ. تر هغه ملاقات وروسته دواړو خواوو په شريکه اعلاميه کې وويل چې په هغو خبرو اترو کې د اقتصادي راکړې ورکړې او تجارت د زیاتولو په اړه خبرې وشوې.

عزیزي په داسې حال کې له هند سره د سوداګرۍ د زیاتولو کوښښونه کوي چې د افغانستان او ګاونډي پاکستان ترمنځ سوداګري ولاړه ده. پاکستان له افغانستان سره تجراتي لارې له هغه وروسته وتړلې چې د اکتوبر په مياشت کې د دواړو خواوو امنيتي ځواکونو له يو بل سره نښتې وکړي.

تر هغو نښتو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د قطر او ترکي په منځګړتوب لومړی په دوحه او بیا استنبول کې خبرې اترې وشوې خو څه نتیجه یې ورنکړه. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې اوونيزي خبري غونډې ته په وينا کې ويلي وو چې تجارت د پاکستانيانو تر ژوند مهم نه دی. هغه یو ځل بیا تور پورې کړ چې په افغانستان کې د طابلانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان هغو وسله والو ته خوندي ځایونه ورکړي چې پر پاکستاني امنيتي ځواکونو بریدونه کوي نو ځکه اسلام اباد د سوداګرۍ لپاره لارې نه خلاصوي.

په کابل کې د طالبانو حکومت دا نه مني او وايي چې ټي ټي پي په قبايلي سيمو کې فعاله ده خو له پاکستانه داعش وسله وال افغانستان ته ورځي او بریدونه کوي. پاکستان پر خپله خاوره د داعش د مرکزونو د موجوديت تورونه ردوي.

د طالبانو حکومت له ايران سره هم د تجارت زیاتولو کوښښ کړی دی. په کابل کې د ایران سفارت د نومبر پر ۲۲مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې د دواړو هېوادونو د تجارتي خونو ترمنځ د همکاريوو يو تړون لاسليک شوی دی. د سفارت په وينا د هغه تړون په لاسلیکولو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا نورې همکارۍ موقعې برابرې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي د نومبر پر ۲۲مه مشال رېډیو ته وویل: "زه په دې باور یم چې له ایران سره به زموږ سوداګریزې اړیکې لا نورې ښه شي او کومې ستونزې چې شته د ګډې خونې په رامنځته کېدو سره به هغه هم ختمې شي. د دې ترڅنګ د چابهار بندر کې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو مسله ده چې په دې هم کار روان دی."

نوموړی وايي اوس مهال له ایران سره افغانستان په کلني ډول د دوه نیم اربه ډالرو په اندازه سوداګریزه راکړه ورکړه لري او هڅه روانه ده چې دا اندازه لاپسې پراخه شي. په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان سوداګرو د بېلابېلو غونډو په کولو سره، د دواړو هېوادونو ترمينځ د تجارتي لارو پر بندېدو خواشيني ښودلې او غوښتنه یې کړې چې سوداګري دې په هر ډول حالاتو کې دوامداره پاتې شي.

XS
SM
MD
LG