افغانستان له پاکستان سره د اړيکو تر خرابېدو وروسته بدیلې تجارتي لارې لټوي
د پاکستانیو او پر افغانستان د واکمنو طالبانو د ځواکونو تر نښتو وروسته د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ ټولې تجارتي لارې تړل شوې دي. له دې کبله نه یوازې سوداګري په ټپه درېدلې بلکې دواړو خواوو ته په مالونو بار سلګونه ټرکونه هم ایسار پاتې دي. هم دې ته په پام طالب چارواکو او سوداګرو اوس د بدیلو تجارتي لارو لټون پیل کړی دی. تفصیل د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.