د پاکستانيو او طالب ځواکونو ترمينځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تر جګړې او سختو نښتو وروسته تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
په خيبر کې د پاکستان د ګمرک يوه چارواکي د اکتوبر پر ۱۲مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې سر له ننه دوه اړخیزه تجارت ځنډول شوی، د تورخم ټرمینل خالي کړل شوی او افغانستان ته مال وړونکي ګاډي له تورخمه لواړګي (لنډي کوتل) ته ستانه کړل شوي دي.
دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۱مه ماخوستن مهال د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو ځواکونو د دواړو هېوادونو ترمينځ ډيورنډ کرښې ته نېږدې د تاوتریخوالي په یوه څپه کې لږترلږه په پينځو ځایونو کې سخته جګړه وشوه، چې يو شمېر سرتېرو ته پکې مرګژوبله واوښته.
د پاکستان امنیتي سرچینو د اکتوبر پر ۱۲مه سهار مشال راډیو ته تایید کړه چې د جګړې پر مهال درې پاکستاني سرتیري او یو ولسي وګړی وژل شوی او پينځه سرتېري ژوبل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پاکستاني لوري ته ځینې ملکي وګړي له سیمې څخه خوندي ځایونو ته روان شوي دي.
پاکستانيو سرچینو ويلي دي چې د دوی د غچ اخیستونکو عملیاتو پر مهال په افغانستان کې دننه د طالبانو يوشمېر سرحدي پوستې ویجاړې شوې دي.
امنیتي سرچینو رسنيو ته ويلي چې پاکستان د عملياتو پر مهال توپخانې، ټانکونه او سپکې او درنې وسلې کاروي.
بلخوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د اکتوبر پر ۱۲مه يوې خبري غونډې د وينا پر مهال وویل چې په دې نښتو کې د دوی اړخ ته نهه طالبان وژل شوي او نېږدې ۱۸ نور ژوبل شوي دي.
نوموړي ادعا وکړه چې په دې نښتو کې يو خوا لږترلږه ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شوي، او بلخوا د جګړې پر مهال د پاکستان ۲۰ پوستې هم له مينځه وړل شوي او مهمات یې دوی ته لاس ته ورغلي دي.
نوموړي وویل دغه بریدونه د دوی حکومت د شپې په ۱۲ بجې د قطر او سعودي عربستان پر غوښتنه ودرول خو په خبره یې لا هم د پاکستان له لوري په ځینو سیمو کې د دوی پر امنیتي پوستو خال خال ډزې کیږي او جګړې ته لمن وهل کېږي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو دفاع وزارت تایید کړه چې "د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې او پر خاوره يې د پرله پسې بريدونو په ځواب کې د دوی ځواکونو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریالي غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړي دي."
طالب چارواکو ويلي ول چې د پاکستان پولې ته نېږدې په کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او هلمند ولایتونو کې ځینې نښتې روانې دي.
بلخوا د پاکستان امنيتي سرچينو دعوه کړې ده چې په ځوابي عملياتو کې يې د طالبانو ۲۰ امنيتي پوستې نيولي دي.
امنيي سرچينو پاکستانيو رسنيو ته زياته کړې چې دا اقدام يې تر هغه وروسته وکړ چې طالب ځواکونو په انګور اډه، باجوړ، کورمې، دير، چترال او بارامچه کې پر پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۲مه پر ټويټر پاڼه د هغه هېواد د کورنيو چارو وزير محسن نقوي له خولې ليکلي چې "افغانستان ته به هم هغه ځواب ورکوي، چې کوم يې هند ته ورکړی وو". نوموړي زياته کړې چې "هېڅ ډول تېری به ونه زغمي."
د نوموړي اشاره د روان ۲۰۲۵ز کال په اپرېل کې د هند تر واک لاندې پهلګام کې تر وسلوال بريد وروسته په مې مياشت کې د هند او پاکستان ترمينځ جګړې ته وه.
ذبيح الله مجاهد د اکتوبر پر ۱۲مه يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال تور پورې کړ چې د پاکستان د پوځ يوه ځانګړې کړۍ، چې د ده په وينا، حاکمه ډله ده، د افغانستان ضد سياست پرمخ وړي او په افغانستان کې "تشويشونو جوړولو" ته کار کوي.
هغه زياته کړه چې دغه کړۍ د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمينځ د "واټن زياتولو او کرکې خپرولو" هڅه کوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بريدونه او بمبارۍ کوي، چې په خبره يې، هر ځل "غاښ ماتوونکی" ځواب ورکړل شوی دی.
مجاهد تور پورې کړ چې په پاکستان کې دغه کړۍ د داعش وسلوالې ډلې پالنه او روزنه کوي او د هغوی لپاره يې پټنځايونه برابر کړي دي، چې د ده په وينا، دغې "فتنه ګرې" ډلې نه يوازې په پاکستان کې دننه علما او سياستوال تر بريدونو لاندې راوستلي بلکې د افغانستان او سيمې لپاره هم لوی تهديد ده.
د پاکستان حکومت لا تر اوسه د ذبيح الله مجاهد تورونو ته ځواب نه دی ويلی، خو تر دې وړاندې يې د داعش ډلې د پاللو او روزلو يا هغوی ته د پټنځايونو ورکولو تورونه رد کړي دي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ ډریورنډ کرښه شاوخوا ۲،۶۰۰ کیلومیتره اوږدوالی لري.
په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو بريتانویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې دا کرښه هغه وخت په افغانستان کې دننه کښلې وه او د دواړو غاړو ولسونه يې سره وېشلي ول.
افغان حکومتونو په بيا بيا ويلي چې ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني خو پاکستان وايي دا په نړيواله کچه منل شوې پوله ده.
تر دې وړاندې هم پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ نښتې شوې دي، خو پر دومره پراخه کچه په يو شمېر ساحو کې همهاله بريدونه بې ساري دي.
تازه بريدونه تر هغه څو ورځې وروسته پیل شول چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول تاوتريخوالي مسول پاکستان وي.
اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.
خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
دا بريدونه پر داسې مهال شوي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په څو ورځني سفر نوي دلي ته تللی دی.