د جنوب ختيزې اسيا په بېلا بېلو هېوادونو کې سېلابونو تر ۱۰۰ زیات کسان وژلي او زرګونه يې بې کوره او خوندي ځایونو ته تګ ته اړ کړي دي.
په انډونیزیا (انډونیشیا) کې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونو او د کمرونو نړېدو په پېښو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او زرګونه بې کوره دي. سېلابونو د هغه هېواد سماټرا ټاپو تر ټولو سخت ځپلی دی.
د رويټرز او فرانسې خبري اژانسونو په وینا، په انډونیزیا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د نومبر پر ۲۷مه ويلي دي چې د برېښنا پرې کېدو او د پلونو د ويجاړېدو له کبله په ليرې پرتو کلیو کې ایسارو خلکو ته رسېدل ګران شوي دي.
اخوا چارواکو د نومبر پر ۲۷مه وویل، له يوې اونۍ راهیسې د بارانونو پر مهال پېښو او سېلابونو په تایلینډ کې هم لږ تر لږه ۵۵ او په ګاونډي هېواد مالیزیا (ملایشیا) کې دوه کسان وژلي دي او لسګونه زره خلک د ژغورنې مرکزونو ته تللي دي. اژانسونه وايي، په ځینو سيمو کې له دوو څخه تر اووه فوټه لوړې اوبه ولاړې دي.
د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په جنوب ختیزه اسيا کې اقلیمي بدلون ښايي د نورو ورښتونو او سېلابونو لامل شي.
په تایلینډ کې شاهي پوځ د نومبر پر ۲۶مه د هیټ یای ښار له یوه روغتون څخه د سختو ناروغانو ایستلو اړ شو ځکه چې د دوی په خبره، د سېلابونو له وجې ځاني زیانونه زياتېدای شي. د تايلېنډ پوځ په ويډيويي بیان کې د نورو بارانونو د کېدو وېره ښوولې ده.