د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان طالبان وايي پر خوست د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي


پر خوست د پاکستان ډرون الوتکو هوايي بريد وروسته د هدف ګرځول شوي کور انځور ـ له ارشيفه
پر خوست د پاکستان ډرون الوتکو هوايي بريد وروسته د هدف ګرځول شوي کور انځور ـ له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د هغه هېواد پر درو ولايتونو د پاکستان پوځ په هوايي بريدونو کې يوشمېر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد نن (د نومبر پر ۲۵مه) پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي دي چې د پاکستان پوځ تېره شپه پر ځايي وخت ۱۲ بجې د خوست ولایت د ګوربزو ولسوالۍ په مغلګۍ سیمه کې د ولايت خان په نامه د يو ځايي استوګن کور بمبار کړ چې له امله يې نهه ماشومان او يوه ښځه ووژل شول.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه د وژل شويو ماشومانو انځورونه هم خپاره کړي دي.

بلخوا د خوست ولايت د والي وياند مستغفر ګوربز مشال راډيو ته ويلي چې په هغه ولايت کې د برید پر مهال د پاکستان جیټ او ډرون الوتکې په هوا کې موجودې وې.

ذبيح الله مجاهد زياتوي چې په عين حال کې پر خوست سربېره په پکتیکا او کونړ ولايتونو کې په شويو بريدو کې څلور ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

نوموړي زياته کړې چې د طالبان حکومت دغه "سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي."

بلخوا د پاکستان پوځ ویاند لېفټينېنټ جنرال احمد شريف چودري پر افغانستان د تازه بريدونو دعوه رد کړې ده.

نوموړي د نومبر پر ۲۵مه پاکستانيو رسنيو ته د وينا پر مهال دعوه وکړه، "پاکستان چې کله هم بريد کوي نو اعلانيه يې کوي او ولسي وګړي نه په نخښه کوي."

تر دې وړاندې طالب ځواکونو په اکتوبر کې د پاکستانيو ځواکونو د بریدونو په ځواب کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر يوشمېر پوستو بريدونه کړي ول چې دواړو خواوو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.

تر هغه وروسته دواړو حکومتونو اوربند وکړ او بيا د سولې د مذاکراتو څو پړاوونه هم وشول خو کومې ټول منلې حللارې ته سره و نه رسېدل.

اڅکزی: افغانستان هيڅکله له پاکستان سره د جګړې خواهش نه دی څرګند کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:36:05 0:00

د بريدونو، جګړې، اوربند او مذاکراتو شاليد

د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو استازو ترمينځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې په لومړي ځل د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.

تر هغو بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په اورګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسید ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.

وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې په ډاګه نه کړل.

سرچينې البته زیاته کړې وه چې په بريد کې نور ولي مسید ته زيان نه وو اوښتی او هغه ژوندی دی.

د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.

تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه د ترکيې او قطر په منځګړيتوب په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د نورو خبرو پرېکړه کړې وه.

وروسته دواړو خواوو د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه په استنبول کې دويمه ناسته پيل کړه چې د اکتوبر پر ۳۰مه پای ته ورسېده.

تر هغه وروسته په استنبول ښار کې د پاکستان او پر افغانستان د واکمنو طالبانو استازو ترمینځ د خبرو اترو درېيم پړاو د نومبر پر شپږمه پیل شوی وو، چې يوه ورځ وروسته بې له نتيجې پای ته ورسېد او دواړو خواوو پر يو بل د هغو خبرو د "ناکامۍ" تورنه پورې کړي ول.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.

خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG