د جمعيت علمای اسلام (ف) او عوامي نیشنل ګوند مشرانو د پاکستان پر حکومت او امنيتي ادارو غږ کړی چې د ترهګرۍ ضد دې مخلصه ګامونه پورته کړي او له افغانستانه سره دې لارې پرانیزي.
د جمعيت مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر پر ۲۷مه په پېښور کې د قبايلي سیمو له ولسي مشرانو سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وويل چې دا څنګه امکان لري چې د اباسين هغې غاړې ته دې امن وي او د پښتنو او بلوڅو خواوو ته ناامني ده.
هغه تور پورې کړ چې په پاکستان کې پوځ هر څه په خپله "قبضه" کې اخیستې دي، نه قبايل او نه هم "جمهوريت اهميت" لري.
مولانا فضل الرحمان زیاته کړه، "يو وخت چې پاکستان د افغانانو په سر ډالرې اخیستې او خپل ملک یې پرې جوړاوه هغه وخت دا جهاديان اتلان ول او اوس د هر څه پړه پر هغې اخوا اچوي. پاکستان ټولې دنيا ته وايي چې هر څوک ملامت دی، يو زه سم یم! نو له افغانستان سره دې لارې خلاصې شي. واکمنان بايد پوه شي چې د ډېورنډ کرښې ته زموږ يو قام پروت دی. اوس بايد افغان پالیسي بدله شي. د امن لپاره دې سم کار وکړل شي."
بلخوا د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم د نومبر پر ۲۶مه په پېښور کې خبريالانو ته ويلي چې له افغانستان سره دې د جګړو پر ځای تجارت پراخه شي. "له افغانستان سره بايد مينه وي، جنګ نه وي. که تاريخ ته وګورو نو زموږ د ریاست کردار هېڅکله د اطمينان وړ نه وو. دا د څلورو او پينځو ستورو والا [پوځيانو] ته هم دا وايم چې نور بس دی. ما ته داسې ښکاري چې تباه کن جنګ راروان دی نو په کار ده چې سر له اوسه د امن لپاره کار وشي."
د پاکستان حکومت او پوځ لا د جمعیت او عوامي نیشنل ګوند د مشرانو څرګندونو او تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې دا ډول دعوې رد کړې دي.
داراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د نومبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، داسې نه شي کولای چې له افغانستان سره د تجارت جاري ساتلو لپاره دې "په پاکستان کې د خلکو د وژنو د دوام" اجازه ورکړي.
اسلام اباد دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې حملې کوي.
د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
داراز، ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځای ته اړتیا نه لري.
طالبان پر پاکستان تور پورې کوي چې له هغه ځایه داعش وسلوال افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دا ردوي.
د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت پرمخ وتړل شوې.
تر دې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پر ځای دې پر "بدیلو لارو" سوداګریزې چارې وسنجوي.
نوموړي د نومبر پر ۱۲مه په کابل کې د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان تجارتي لارو افغان سوداګر زیانمن کړي او عام ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی. برادر په پاکستان کې د تجارتي تړونونو لرونکو افغان کاروباریانو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه پاک کړي.
اخوا د افغانستان او پاکستان سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمينځ د تجارتي لارو پر بندېدو خواشيني ښوولې او غوښتنه یې کړې چې سوداګري دې په هر ډول حالاتو کې دوامداره پاتې شي. هغوی ټینګار کوي چې تجارت دې له سیاسته لیرې وساتل شي.
د خیبر پښتونخوا سوداګرو او قبایلي مشرانو هم د نومبر پر ۲۰مه په پېښور کې د جرګې پر مهال د پاکستان او طالبانو له حکومتونو وغوښتل چې خپلې مسلې دې د خبرو له لارې هوارې کړي او له یوې نیمې میاشتې راهیسې تړلې لارې دې سمدستي بیا پرانیزي.