د خيبر پښتونخوا په بنو کې د اوبو او برېښنا لېږدولو ادارې (واپډا) تښتول شوي پينځه کارکوونکي خوشې شوي دي.
د بنو پوليسو او ځايي جرګې د نومبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې هغه کارکوونکي د ځايي جرګې په هڅو د نومبر پر شپږمه ازاد شول.
پوليسو او جرګې نور وضاحت نه دی ورکړی چې د واپډا کارکوونکي چا تښتولي ول او په کومو شرايطو خوشې شوي دي.
وسلوالو د واپډا کارکوونکي د روان ۲۰۲۵ز کال د سېپټېمبر پر ۱۲مه د بنو چاوڼۍ تاڼې په حدودو کې هغه وخت تښتولي ول کله چې هغوی په پیردل خېلو په مالت کې د برېښنا نظام مرمت کاوه.
په بنو او شاوخوا سیمو کې تر دې وړاندې هم وسلوالو حکومتي مامورین او سیمه ییز مشران تښتولي چې يوشمېر يې وروسته د سیمې د مشرانو په جرګو خوشې شوي دي.
بلخوا د بنو پوليسو د يوې جلا پېښې په اړه ويلي دي چې په هغه ضلع کې يې د وسلوالو پر ضد عمليات د څلورو مشکوکو وسلوالو تر وژلو وروسته د نومبر پر شپږمه شپې مهال پای ته رسولي دي.
د بنو پوليسو مشر سليم عباس کلاچي د نومبر پر اوومه رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د تېرې ورځې عملياتو پر مهال يو پوليس وژل شوی او د څلورو ولسي وګړو په ګډون ۱۳ پوليس ژوبل شوي دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پولیسو د دعوې په اړه غبرګون نه دی ښوولی او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.