د افغانستان په شمال کې د نومبر پر دریمه وختي د راغلې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر لږترلږه ۲۷ ته رسېدلې دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی دی چې د افغانستان له وخت سره سم د ماسپښین تر ۲ بجو د لږ تر لږه ۲۷ کسانو وژل کیده تایید شوي دي.
اژانس لیکي چې د دې تر څنګ لږترلږه ۷۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، تر ټولو ډیر زیانمن شوي ولایتونه سمنګان، بلخ او بغلان دي.
د سلګونو کورونو د ویجاړېدو راپور هم ورکړل شوی دی. داسې هم ویل کېږي چې یواځې د بلخ په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د خلکو شاوخوا اته سوه کورونه وران شوي.
غبرګونونه
د افغانستان په شمال کې د مرګونې زلزلې په تړاو ګڼو نړیوالو سازمانونو او بهرنیو هېوادونو له افغانانو سره د خواخوږې پیغامونه شریک کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي د پېښې په لومړنیو ساعتونو کې یې د بیړنیو مرستو ټیمونه سیمې ته ولیږل او زیانمنو ته ژوند ژغورونکي خدمات وړاندې کوي.
اروپايي ټولنې هم ویلي چې دوی په دې سختو حالاتو کې له افغانانو سره دریږي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې مزارشریف ته نږدې په دې مرګونې زلزله کې د خلکو پر مړینې او ژوبلېدو خواشینی دی.
نوموړي ویلي، "پاکستان په دې سخت وخت کې له افغان وروڼو او خویندو سره ولاړ دی."
په سمنګان ولایت کې د عامې روغتیا ادارې ویاند صمیم جوینده رسنیو ته ویلي چې روغتونونو ته د ټپیانو لېږد د ډېرېدو په حالت کې دی.
په بلخ، بغلان او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم زلزلې خلکو ته د سر او مال زیانونه پیښ کړي چې لا یې وروستي معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د زلزلې له کبله د مزار شریف- کابل لویه لار هم د سمنګان ولایت په تاشقرغان تنګي کې د ډبرو ښوېدو له کبله بنده شوې ده.
دا له هغه وروسته ده چې د شپې شاوخوا یوه بجه شپږ اعشاریه درې درجې زلزله وشوه چې مرکز یې مزار شریف ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو میټره ژور و.
رویټرز د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په حواله ویلي چې زلزلې تر ډیره بلخ او سمنګان ولایتونو کې خلک زیانمن کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونه زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان هم ویلي چې روغتیایي ټیمونه یې د چمتوالي په حالت کې دي.