عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
پوليس، انتظامي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې وسلوالو نن (د اکتوبر پر ۱۷مه) سهار شاوخوا نهه بجې پر پوځي کيمپ بريد وکړ چې په وينا يې جګړه لا هم روانه او د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.
د جانيخېلو يوه اوسېدونکي حنیف الله د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د هغې سيمې په نصري خیل کلي کې د یو دوکان (پلورنځي) مخې ته خلک ناست ول، چې ډرون بريد ورباندې وشو او په نتيجه کې يې دوه عام کسان ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې ناپېژندليو وسلوالو د پوځ لپاره د شمالي وزيرستان ميرامشا ته پر خوراکي توکو وړونکو ګاډو ډزې کړې او يو ډرېور يې ژوبل کړی او دوه نور يې تښتولي دي.
د بنو پولیسو او په مومندخیل سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف یو ځايي مشر معصوم وزیر د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د مروت بېټني اتحاد درې غړي، چې وسلوالو د اکتوبر پر اتمه تښتولي ول، په مرميو سوري جسدونه يې د هغې ضلعې له باران پله سره پر سړک غورځولي دي.
د ميرامشاه اوسېدونکو د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې په ۲۰۱۷ز کال کې خپلو کليو ته ستانه شوي، د کورونو سروې يې شوې، خو بيا هم د خپلو ړنګو کورونو په معاوضو پسې يو ځای او بل ځای ګرځي.
د سېپټېمبر پر ۳۰مه نېټه د شمالي وزیرستان او بنو په لسګونو مشرانو په بنو کې جرګه وکړه
د سېپټېمبر پر ۲۹مه نېټه يوشمېر کسان د بنو په بازار کې غونډ شوي ول او د خپلو حقونو لپاره يې شعارونه ورکول.
انتظامیې د شمالي وزیرستان خلکو ته ویلي دي چې په ټاکلو ورځو کې دې په کور دننه اوسي ځکه چې د پاکستان پوځي قافلې به سیمې ته تګ راتګ کوي.
د بکاخېلو یو قامي مشر قادر خان مشال راډیو ته وویل، "له حکومته مو وغوښتل چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي، که یې نه ټینګوي نو بیا به د سیمې ولسي مشران کومه پرېکړه کوي."
پوليسو په بیان کې ويلي چې د افاق په نوم يو سرتېری او د هغه ملګری عبدالخيل وسلوالو له ځان سره بیولي دي چې دوی يې د لټون لپاره عملیات پیل کړي دي.
حمیدالله په هغه کښتۍ کې سپور وو چې د سېپټېمبر په شپږمه د عمان، ایران او پاکستان ترمینځ په سمندر کې ډوبه شوه.
له بنو نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي نسیم علي شاه د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې بېړۍ د سېپټېمبر پر شپږمه ډوبه شوې او پکې سپاره نږدې ټول کسان د بنو د خوجړي
پوځ په دې وروستیو کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي کسان "خوارج او د هند لاس پوسي" بولي. خو بل پلو د هند حکومت په وار وار د پاکستان تورونه رد کړي دي.
پولیسو زیاته کړې چې د نامعلومو بریدګرو پرضد یې مقدمه درج کړې ده او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
له دې سيمې څخه خلک د سېپټېمبر پر شپږمه د محمد خېل لنډ سید اباد ته کډه شوي دي.
د کوهاټ پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې وسله والو د لاچۍ تاڼې په حدودو کې پولیس انسپکټر طاهر نواز او سپاهي محمد علي په ډزو وژلي دي.
نور وښیئ