په افغانستان کې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وايي، د نومبر پر اوومه یو مشکوک ځانمرګی بریدګر د کندوز ښار د دورې د وزلوبې (بزکشۍ) میدان ته نېږدې وژل شوی دی.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار ځايي رسنیو ته وويل چې د نومبر پر اوومه سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د ښار د اتمې امنیتي حوزې د دورې پر سړک هغه مهال چاودنه وشوه چې د ده په وینا، یو کس د حملې په نیت چوونکي مواد لېږدول چې تر ټاکلي وخت او ځای مخکې یې وچوول او پر هم هغه ځای ووژل شو.
نوموړي زياته کړه، په پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
د خاکسار په وينا، د پېښې پلټنې روانې دي چې دا معلومه کړي چې هغه بريدګر په کومې ډلې پورې تړاو درلود.
تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.
تر دې وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پر مهال اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) د ډېریو بريدونو ذمه واري منلې ده.
د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د روان ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر ۱۱مه په کندوز کې ځانمرګی برید کړی وو چې د طالبانو په وينا پکې پینځه تنه وژل شوي او اووه ژوبل شوي ول.