د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تېره شپه (د اکتوبر پر نهمه) شاوخوا ۱۰ بجې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوې دي.
رویټرز او یوشمېر نورو لویديزو اژانسونو د عیني شاهدانو په حواله ویلي دي چې یوه چاودنه د عبدالحق څلور لارې په سیمه او بله په شهرنو کې شوې چې تر اوسه یې د لامل او څرنګوالي په اړه په رسمي ډول تفصيل نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر پېښې سمدستي وروسته پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې همدومره وويل چې د "يوې چاودنې" غږ اورېدل شوی چې په وینا یې زیان نه لري او په اړه یې پلټنه پيل کړې ده.
بلخوا یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي دي چې دا د پاکستان هوایي برید وو چې هدف یې په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې یو شمېر مهم مشران ول.
د رسنيو ناتاييد شوي راپورنه وايي چې په بريد کې د ټي ټی پي د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته ويلي چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.
بلخوا پر ټولنيزو شبکو د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسود ته منسوب غږیز پيغام ښکته پورته کېږي چې نوموړی په کې وایي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې دی او روغ رمټ دی، خو خپلواکه سرچينو لا تر اوسه د هغه پیغام د کروه والي پخلی نه دی کړی.
د پاکستان يوې امنيتي سرچينې، چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، مشال راډيو ته وويل چې په کابل کې يې د ډرون بريد په وسيله وسلوال په نخښه کړي دي. سرچيني زياته کړې چې جيټ الوتکو ډرون بدرګه کاوه.
په عين حال کې د افغانستان د پکتيکا ولايت ځايي اوسېدونکي وايي چې تېره شپه (د اکتوبر پر نهمه) شاوخوا ۱۲ بجې د هغه ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغې اډې سيمه باندې جیټ الوتکو بمباري کړې ده.
یو ځايي اوسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې یادې سیمې ته لومړی ډرون یا بې پیلوټه الوتکې ورغلې او د هغوی په تعقیب جیټ الوتکو درې ځایه بمباري وکړه.
سرچينه زياتوي، چاودنې درنې وې او شاوخوا سیمې يې ولړزولې، خو په وينا يې یوازې مالي زیان اړولی او کوم څرګند ځاني تلفات يې نه دي اړولي.
سرچینه پرمخ وايي، د بې پیلوټه او جیټ الوتکو له غږونو داسې معلومېده، چې دا د پاکستان طيارې دي.
غبرګونونه
د پاکستان حکومت او پوځ په رسمي ډول د کابل او پکتيکا د بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريد "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی دی.
بيان زياتوي چې د پاکستان الوتکو ډېورنډ کرښي ته څېرمه د پکتیکا په مرغې سيمه کې پر يو ملکی بازار بمباري وکړه او د کابل "قلمرو یې هم نقض کړ"، خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې په کابل کې يې څه ځاني او مالي زيانه اړولی او که نه.
د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه په يو بيان کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريدونه "د یرغل په توګه غندلي" او زياته کړې يې ده چې پر کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونه له نړیوالو قوانینو او ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان هوايي برید په کلکه غندلی او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه، د حاکمیت سرغړونه او د افغانستان پر خاوره یرغل بللی دی.
کرزي زياته کړې چې پاکستان دې د تاوتریخوالي پر ځای خپلې "غلطې او زیان رسوونکې پالیسۍ" ته بیا کتنه وکړې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان پر پلازمېنه کابل د پاکستان بریدونه د "ناندریو شدت" ښيي او په وینا یې "خطرناکه ګواښونه" به ولري.
هغه زياته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمينځ پوځي شخړه د حل لاره نه ده او په وینا یې دا یوازې په دواړو هېوادونو کې د وژنو او ویجاړۍ لامل کېږي.
د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريدونه
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان جيټ الوتکو د افغانستان پر خاوره بمباري کړې ده، خو پر بلازمېنه کابل يې "هوايي بريد" بې ساری ګڼل کېږي.
تر دې وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي ول چې د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه د پاکستان جنګي الوتکو د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې وه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۲۶ عام وګړي وژلي ول.
تر هغه وړاندې پاکستان د ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې په پکتيکا او د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼ کسان وژل شوي ول.
اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.
خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
دا بريدونه پر داسې مهال شوي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په څو ورځني سفر نوي دلي ته تللی دی.