د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په واشنګټن کې تر برید وروسته د افغانانو د پناه اخيستو بهیر درولی دی


د ملي ګارډ سرتېري په واشنګټن کې تر ډزو وروسته سیمه کلابنده کړې او پهره کوي - د نومبر ۲۶مې انځور.
د ملي ګارډ سرتېري په واشنګټن کې تر ډزو وروسته سیمه کلابنده کړې او پهره کوي - د نومبر ۲۶مې انځور.

د امريکا د شهریت او کډوالو چارو ادارې (یو اېس سي ای اېس) تر هغې وروسته د افغان کډوالو د پناه اخیستو بهیر درولی چې يو افغان وګړي په واشنګټن ډي سي کې په ډزو دوه سرتېري سخت ژوبل کړل.

هغې ادارې د نومبر پر ۲۷مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) ليکلي چې دا پروګرام سمدستي دروي ځکه چې د خپلو وګړو امنيت ورته ډېر ارزښت لري.

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نومبر پر ۲۶مه په سپينه ماڼۍ کې وويل چې يو افغان وګړي په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې کړې دي او دوه سرتېري یې سخت ژوبل کړي دي. د هغه په وينا، بريدګر په ژوبل حالت کې نيول شوی او ورڅخه پلټنې روانې دي.

ټرمپ دا یو "مشکوک ترهګر" برید بللی او زیاته کړې يې ده چې بریدګر د طالبانو له حکومته د پناه اخیستو لپاره امريکا ته ورغلی وو او د پخواني ولسمشر جو بایډن په واکمنی کې یې په امریکا کې د مېشتېدو بهیر پيل شوی وو.

د امريکا د پلټنو وفاقي ادراې (اېف بي ای) رسنيو ته په استولیو معلوماتو کې ويلي چې بریدګر رحمان الله لکڼوال نومېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې له بریدګر سره بايد حساب کتاب وشي، خو باید ټولو افغانانو ته يې سزا ور نه کړل شي.

ورته خبرې په امريکا کې د افغان اتحاديانو د مېشتولو ناحکومتي ادارې "افغان ايواک" مشر شان وېنډایور هم کړې دي. نوموړي حمله غندلې خو زیاتوي چې د يو افغان وګړي عمل د ټولو افغانانو استازیتوب نه کوي.

XS
SM
MD
LG