د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پوليسو د يو ځايي خبريال د وژنې په تور ۴ کسان نيولي دي


د سيند د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار له پوليس افسرانو سره يو ځای په کراچۍ کې خبري غونډې ته وينا کوي ـ د اکتوبر ۲۷مې انځور
د سيند د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار له پوليس افسرانو سره يو ځای په کراچۍ کې خبري غونډې ته وينا کوي ـ د اکتوبر ۲۷مې انځور

د پاکستان د کراچۍ پوليس وايي چې د خبریال امتیاز مير د وژنې په تور يې څلور کسان نيولي دي.

د اکتوبر پر ۲۷مه د سيند د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار، د سيند د پولیسو مشر غلام نبي مېمن او د کراچۍ د پولیسو مشر جاوید عالم اوډو د کراچۍ پولیسو په دفتر کې ګډه خبرې غونډه کې دعوه وکړه چې نيول شويو څلور واړو کسانو د خبریال د وژنې تور منلی دی.

ضياالحسن لنجار وويل چې نيول شوي کسان د لشکر ثارالله ډلې، چې د زینبیون په نوم وسلوالې ډلې څانګه ده، غړي دي.

نوموړي زياته کړه: "موږ څلور کسان نیولي دي چې په ګاونډي هېواد کې روزل شوي دي او د پلټنو پر مهال دوی د خبریال امتیاز مير د وژنې ذمه واري هم منلې ده. د دې ډلې نوم لشکر ثارالله دی چې له زینبیون بريګېډ سره تړاو لري. په نیول شویو کې سید جلال زیدي، شهاب اصغر، احسن عباس او فراز احمد دي."

د لنجار په وينا، خبریال امتیاز میر د اسراييلو په اړه مرکه کړې وه او یو وخت هلته تللی هم وو نو د ده په وینا، ښايي وسلوالې ډلې د ده مرکه او اسراييل ته تګ په مذهبي لحاظ بد ګڼلی وي نو ځکه يې ښايي هغه وژلی وي.

امتیاز میر په کراچۍ کې له يو شخصي ټېلېويژن "مېټرو نیوز" سره کار کاوه چې د سېپټېمبر پر ۲۲مه په ملير سيمه کې په وسلوال بريد کې ژوبل شو او تر هغه څو ورځې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

لشکر ثارالله نومې ډلې د ټولنیزو شبکو له لارې د برید ذمه واري منلې وه.

د سيند د کورنیو چارو وزیر خبرې غوندې ته وويل چې د خبریال د وژنې په تور نیول شوي کسان د کراچۍ د ناظم اباد اوسېدونکي دي چې د دده په دعوه، له ايرانه يې وسلواله روزنه او مالي مرسته ترلاسه کړې دي.

په پاکستان کې زینبیون ملېشه په ايران پلوۍ تورنه ده او د اکتوبر پر ۲۳مه هم په کراچۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال پوليسو دعوه کړې وه چې د هغې ډلې دوه مشکوک وسلوال يې نیولي دي.

د ایران حکومت او په پاکستان کې د دې هېواد سفارت د پولیسو د دې تورونو او دعوو په اړه لا څه نه دي ويلي.

په کراچۍ کې خبریال نعمت خان د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې زینبیون برېګېډ د شیعه ګانو ډله ده چې تور ورباندې پورې کېږي چې ایران جوړه کړې او هم هغه هېواد ورسره مالي مرستې کوي.

نوموړي زياته کړه چې د دغې وسلوالې ډلې غړي د کراچۍ ترڅنګ په کوټه، هنګو او نورو سيمو کې هم فعاله دي.

د هغه په وينا، زینبیون په ۲۰۱۱ز کال کې په شام (سوریه) کې د داعش پر ضد د جګړې لپاره جوړه شوې وه او وسلوال يې په سوریه کې هم جنګېدلي دي.

د پاکستان حکومت دمارچ پر ۲۹مه زينبیون ترهګره ډله وګرځوله او بنديز يي ورباندې لګولی دی. امریکا د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې هغه ډله ترهګره بللې وه.

تهران رسماً د زینبیون د جوړولو او تمویل دعوې نه دي تایید کړې خو د هغه هېواد رسنیو د زينبيون او فاطميون وسلوال "د شام د اهل تشیع سپېڅلو ځایونو مدافعان" بلل.

د فاطمیون زیاتره غړي بيا په ایران کې مېشت شیعه افغان کډوال دي.

البته ایران په پاکستان یا په نورو هېوادونو کې په ترهګرۍ کې د ککړتیا تور په سختۍ ردوي.

نعمت خان وايي، زينبيون ملېشه د پاکستان ځینو شیعه مذهبي ډلو د شام (سوريې) د پخواني ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ لپاره جوړې کړې وه او غړي يې هلته يې ورلېږدولي ول، خو چې کله په شام کې جګړه پای ته ورسېده نو غړي يې پاکستان ته ستانه شوه چې دا مهال هلته فعال دي.

بلخوا شيعه مذهبي ډلو په دې اړه په ښکاره څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG