نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
بلوڅ يکجهتي کميټي مشران وايي د بلوچستان حکومت لخوا دا څویم ځل دی چې دماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو په درې ايم پي او کې د بند موده غځوي.
په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ سیاستوال او دیني عالم مولانا خانزېب د وژنې پرضد او د باجوړ د "امن پاڅون" په ملاتړ په کراچۍ کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج شوی دی. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ د سوېلي ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) غلام نبي کوسو د جولای پر شپږمه خبریالانو ته وویل، په وژل شویو کې ۱۴ ښځې او یوه ۱۰ میاشتنۍ ماشومه هم شامله ده.
هنرمند سلمان ګلزار کلونه وړاندې د خیبر پښتونخوا د مټې سوات نه د سېند کراچۍ ښار ته د کار او روزګار لپاره تللی وو. هغه هلته د موسیقۍ زده کړې وکړې او له تېرو څو لسیزو راهیسې سندرې وايي، موسیقي غږوي
د جولای پر څلورمه د کراچۍ په لیاري سیمه کې یوه وداني پرېوتې چې پکې د حکومتي چارواکو په وینا، لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او شپږ ژوبل دي. چارواکي وايي، ګڼ کسان لا هم تر ودانۍ لاندې دي چې د ژغورلو هڅې یې روانې دي. د ودانۍ پرېوتو لامل لا معلوم نه دی. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
بلوڅ يکجهتي کميټي مشران وايي د بلوچستان حکومت لخوا داڅلورم ځل دی چې دماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو په درې ايم پي او کې د بند موده غځوي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي په ۲۰۲۴ز کال کې په دغه هېواد کې جمهوریت له زوال سره مخامخ وو.
د کراچۍ په افغان کډوالو کيمپ کې زياتره هغه کورونه خالي شوي چې اوسېدونکي يي د افغان سیټیزن يا تابعيت کارډ لرونکو کډالو ول. هلته مېشت پاتې افغان کډوال وايي چې کورونه په اسانه نه شي پلورلی او د خپلو کاروبارونو راغونډولو ته هم اندېښمن دي.
په کراچۍ کې د افغانانو د لاس جوړې قالينې په بهر نړۍ کې د پاکستانيوو په نوم خرڅېدلې
په کراچۍ کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي حکومت ورته د پاکستان د پرېښودلو امر کړی او پولیس ورباندې وخت په وخت چاپې وهي.
د هند او پاکستان پر اوربند د خلکو خوشالي
په کراچۍ کې مېشت افغان کاروباریان وايي، په هغه ښار کې یې د مېلیونونو روپیو پانګونه کړې، ځمکې یې اخیستې دي او په خلکو یې لکونه روپۍ پور دي نو ځکه هر څه سمدستي نه شي ختمولای. په هغه ښار کې ګڼ افغانان د کباړ لوی کاروبارونه لري. ویډيويي رپورټ.
په سیند کې ولسي وګړو، فعالانو، وکیلانو، زده کوونکو او پر صوبې د واکمن ګوند غړو او پلویانو پر اباسین د شپږو نویو نهرونو (کانالانو) جوړولو پروژې پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ وايي وفاقي حکومت د پروژې په اړه له ټولو ګوندونو سره مشوره کوي. ویډیويي رپورټ.
د اتحادیې مشر زېغم اختر صدیقي د اپرېل پر ۲۱مه د کراچۍ په خبريالانو مرکز کې د يوې خبري غونډې پرمهال وویل، دا هغه کسان دي چې په شخصي سکیم کې يې د حج لپاره یې پيسې جمع کړي او ټول لوازمات یې پوره کړي دي خو درخواستونه یې بيا هم رد شوي دي.
کراچۍ مېشتي افغان کاروباریان وايي، له هغه وخت راهیسې چې پاکستان د کډوالو ایستل پیل کړي، خلک ورڅخه د لوی اختر لپاره د قربانۍ څاروي په ارزانو بیو د اخیستو غوښتنې کوي. دوی وايي، د افغانانو جبري ستنولو تر حکومتي اعلان مخکې یې څاروي اخیستي ول او نه شي کولای چې ژر یې خرڅ کړي. لنډ ویډیويي راپور وګورئ.
د پاکستان له کراچۍ ښاره د افغانانو خپل هېواد ته د ستنېدو بهیر روان دی. هلته مېشتو افغانانو مشال راډیو ته وویل، که په خپله خوښه ولاړ نه شي، نو پولیس یې نیسي، ځوروي یې او افغانستان ته یې لېږدوي. د پاکستان چارواکي وايي، افغانان په "پوره درناوي" ستنوي او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي. ویډيويي رپورټ.
په کراچۍ کې مېشت افغانان تور پورې کوي چې پولیس د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار په نوم د مهاجرت کارډ لرونکي هم نیسي، ځوروي یې او رشوت ورڅخه اخلي. د کراچۍ پولیس د هغوی تور ردوي. ویډيويي رپورټ.
په بلوڅ مېشته مستونګ سیمه کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ (بي اېن پي) د مشر سردار اختر جان مېنګل په مشرۍ د بلوڅ سیاستوالانو او فعالانو احتجاجي پرلت دوام لري.
نور وښیئ