د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پولیسو د زینبیون ملېشې د ۲ مشکوکو غړو د نیولو دعوه کړې ده


د کراچۍ پوليس په هغه ښار کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
د کراچۍ پوليس په هغه ښار کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

پولیسو ادعا کړې چې په کراچۍ کې یې د زینبیون ملېشې، چې په ايران پلوۍ تورنه ده، دوه مشکوک وسلوال نیولي دي.

په سيند صوبه کې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سې ټي ډي) مشر غلام اصغر مهيسر د اکتوبر پر ۲۳مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته د وینا په مهال دعوه وکړه چې د اسرار حسین ګلګتي او معصوم رضا عرف عمران موټا په نامه کسان يې د هغه ښار په کورنګي سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس نيولي دي.

نوموړي زياته کړه چې نيول شويو دواړو کسانو له ګاونډي هېواد سره مستقيمې اړيکې لرلې، له هغه ځايه يې مالي مرستې ترلاسه کولې او د هدف ګرځولو لارښوونې ورته کېدلې.

مهيسر د کوم هېواد نوم وانخيست خو اشاره يې ايران ته وه.

هغه وويل چې نيول شوي کسان د ترهګرۍ په يوشمېر پېښو کې ککړ ول.

مهیسر زياته کړه چې د زينبيون ډلې درې يا څلور نور غړي لا هم پټ دي او د هغوی د نيولو لپاره عمليات دوام لري.

د کراچۍ پوليسو تر دې وړاندې هم د زينبيون ډلې د وسلوالو د نيولو دعوه کړې وه.

زینبیون ډلې د پولیسو د تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

په کراچۍ کې خبریال نعمت خان وایي چې زینبیون برېګېډ د شیعه ګانو ډله ده چې تور ورباندې پورې کېږي چې ایران جوړه کړې او هم هغه هېواد ورسره مالي مرستې کوي. په دې ډله کې په پاکستان او افغانستان کې لسګونه کسان شامل دي.

نوموړي وویل زینبیون په ۲۰۱۱ز کال کې په شام (سوریه) کې د داعش پر ضد د جګړې لپاره جوړه شوې وه او وسلوال يې په سوریه کې هم جنګېدلي دي.

د پاکستان حکومت دمارچ پر ۲۹مه زينبیون ترهګره ډله وګرځوله او بنديز يي ورباندې لګولی دی. امریکا د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې هغه ډله ترهګره بللې وه.

تهران رسماً د زینبیون او فاطمیون، چې زیاتره غړي یې په ایران کې مېشت شیعه افغان کډوال دي، په نوم د ډلو د جوړولو او تمویل دعوې نه دي تایید کړې خو د هغه هېواد رسنیو د هغو ډلو وسلوال "د شام د اهل تشیع سپېڅلو ځایونو مدافعان" بلل.

البته ایران په پاکستان یا په نورو هېوادونو کې په ترهګرۍ کې د ککړتیا تور په سختۍ ردوي.

XS
SM
MD
LG