د ترکيې له سواحلو سره نېږدې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د ترکیې ساحلي ساتونکي وايي چې د اکتوبر پر ۲۴مه هغه ربړي کښتۍ د بودروم ښار سواحلو ته نېږدې ډوبه شوه چې قاچاقبر هم پکې وژل شوی دی.
دا سیمه د اروپايي هېواد یونان له کاس ټاپو څخه پينځه کيلوميټره واټن لري.
د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې یو افغان کډوال او یو بل کس ژوندي پاتې دي.
افغان کډوال ژغورونکو ته ویلي چې کښتۍ تر تګ يوازې ۱۰ دقيقې وروسته هغه وخت ډوبه شوه چې اوبه ور ننوتې.
نوموړي زياته کړې چې تر ساحله یې شاوخوا شپږ ساعته لامبو وکړه چې دا ډول خپل ژوند وژغوري.
ترکیه، چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي لپاره له اروپايي ټولنې سره یو تړون لاسلیک کړ، اوس مهال له ۲۵ لکه څخه د زیاتو کډوالو کوربه توب کوي، چې ډېری یې د شام (سوریې) او افغانستان دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ یا مهاجرت سازمان (ای او اېم) وايي، د سږ کال (۲۰۲۵ز) له پیل راهیسې نېږدې ۱،۴۰۰ کډوال د مدیتراني سمندرګي له لارې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
د افریقا، منځني ختیځ، افغانستان او جنوبي اسیا اوسېدونکي هم وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ هڅې کوي چې وخت په وخت په خونړیو پېښو کې ورته مرګژوبله اوړي.
د روان کال د اګست پر درېيمه، د یمن له ساحل سره نېږدې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۷۶ تنه وژل شوي او لسګونه ورک شوي ول.
تر دې وړاندې، په اپرېل کې د لیبیا له ساحل سره نېږدې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۱ کډوال وژل شوي ول.
تر هغه وړاندې په جنورۍ کې د مراکش (المغرب) له یو بندري ښار سره نېږدې د هسپانيې (سپېن) پر لوري د روانې یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانيانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي ول.