د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې جرګې پر امنیتي ادارو غږ کړی چې د وسلوالو پر فعالیتونو دې سترګې نه پټوي


د پاکستان پوځ وايي دوی د وسلوالو پرضد هدفي عملیات جاري ساتلي. (انځور: ارشیف)
د پاکستان پوځ وايي دوی د وسلوالو پرضد هدفي عملیات جاري ساتلي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د باجوړ سالارزیو ولس تر يوې جرګې وروسته د پاکستان پر امنيتي ادارو غږ کړی چې د وسلوالو پر فعاليتونو دې سترګې نه پټوي او د امنيت ساتلو ذمه واري دې پوره کړي.

د نومبر پر ۳۰مه د شوې جرګې ګډونوال سیاستوال او یو ولسي مشر ګل کريم خان د پرېکړه ليک اورولو پر وخت وويل چې حکومت دې امن راولي او د باج (قلنګ) اخیستو مخه دې ونیسي.

نوموړي وویل چې حکومت دې پر ځينو امن غوښتونکو سیاستوالو جوړې کړې مقدمې ليرې کړي، هدفي وژنې دې ودروي او د عامو خلکو پر کورونو دې ډرون بریدونه بند کړي.

ګل کريم خان وویل، "دلته وسلوال په رڼا ورځ له خلکو قلنګونه اخلي. زموږ ریاستي ادارو پر دې هر څه سترګې پټې کړې دي. دا د ناامنۍ يوه لويه وجه ده."

نوموړي وویل، يا خو دې امنيتي ادارې د دې مخه ونیسي او که یې نه نیسي نو د ده په وینا، "مطلب دا دی چې دوی هم په دې کار کې شامل دي."

هغه ولسي مشر زیاته کړه چې سالارزیو تل له ریاست سره "وفاداري" کړې ده او له همدې وجې "د يو لوی تحريک [تحريک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي] په مخالفت کې راغلي دي."

ګل کریم خان وویل، "دا د رياست ذمه واري ده چې موږ ته امن برابر کړي."

د نوموړي په وينا، جرګې دا غوښتنه هم کړې چې که کوم وسلوال په ناامنۍ کې ککړ وي، په باجوړ کې دې یې له موجودې کورنۍ سره حساب کتاب وشي.

تر اوسه پورې حکومت یا پوځ د دې جرګې د غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي. خو تر دې وړاندې یې په باجوړ او نورو سیمو کې د احتجاجونو پر مهال د ورته پوښتنو او تورونو په ځواب کې ویلي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.

په باجوړ کې دا جرګه تر هغې وروسته شوې چې د نومبر پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ضلعې استازي انور زېب خان پر کور "ډرون برید وشو چې يو ملازم یې زخمي کړ."

د سالارزیو جرګې د هغه برید د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې ده. پولیسو دعوه کړې وه چې د اسمبلۍ غړي پر کور د لاسي بم برید شوی وو چې تحقیقات یې کوي.

باجوړ د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې پکې د هدفي وژنو، چاودنو او باج غوښتنې په څېر پېښې روانې دي.

د باجوړ خلکو وخت پر وخت د دې حالاتو پرضد احتجاجونه، پرلتونه او جرګې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG