د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانانو واشنګټن کې د وژل شوې سرتېرې په یاد کې غونډه کړې


پر امریکايي سرتېرو د ډزو په ځای کې خلکو ګلونه ایښي دي.
پر امریکايي سرتېرو د ډزو په ځای کې خلکو ګلونه ایښي دي.

په امریکا کې مېشت یوشمېر افغانان د سپینې ماڼۍ مخ ته ور ټول شوي ول او هلته یې د وژل شوې امریکايي سرتېرې سارا بیکسټروم د درناوي په پار یې شمعې بلې کړې.

هغه کسان چې زیاتره یې د افغان – امریکایي ټولنې غړي ول، د نومبر پر ۳۰مه یې په غونډه کې د ملي ګارډ پر سرتېرو بیکسټروم او اینډرو وولف یې هغه برید وغنده چې چارواکو یې په تړاو د رحمان الله لکڼوال په نوم یو افغان نیولی دی.

دوی ټینګار وکړ چې د یوه کس عمل د کډوالو د ټولې ټولنې استازیتوب نه کوي او باید هغه یوه پېښه د لسیزو باور، ملګرتیا او ګډه قرباني زیانمنه نه کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۲۶مه د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وويل چې يو "افغان وګړي" په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې کړې دي او دوه یې سخت ژوبل کړي دي.

له هغو څخه یې یوې سرتېرې بیکسټروم وروسته سا ورکړه او بل افسر لا هم په روغتون کې بستر دی.

د امريکا د پلټنو وفاقي ادراې (اېف بي ای) رسنيو ته په استولیو معلوماتو کې ويلي ول چې مشکوک بریدګر رحمان الله لکڼوال نومېږي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د بیامېشتېدو پروګرام له لارې امریکا ته تر تګ مخکې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) پلوي ټولي غړی وو.

چارواکو ویلي، لکڼوال په واشنګټن ایالت کې له خپلې ښځې او پینځو بچیو سره ګډ اوسېده او د برید لپاره له هغه ځایه پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته تللی وو.

چارواکي زیاتوي، نوموړي د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د پناه غوښتنلیک ورکړی وو چې سږ کال په اپرېل کې د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل څخه درې میاشتې وروسته منظور شو.

د امريکا د شهریت او کډوالو چارو ادارې (یو اېس سي ای اېس) تر برید وروسته په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د پناه اخیستو بهیر ودراوه.

داراز، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر هغه وروسته د نومبر پر ۲۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) اعلان وکړ چې افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزو ورکولو بهیر یې ځنډولی دی.

په هغه بیان کې راغلي ول چې وزارت د امریکا د "ملي امنیت او ولسي خوندیتوب" لپاره ټول ضروري اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG