د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعيل خان او باجوړ کې ۲ پولیس او ۱ ولسي وګړی وژل شوي


په ډېره اسماعیل خان کې پولیس تر یو وسلوال برید وروسته په تاڼه کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
په ډېره اسماعیل خان کې پولیس تر یو وسلوال برید وروسته په تاڼه کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او باجوړ کې په دوو جلا، جلا پېښو کې دوه پولیس او يو ولسي وګړی وژل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان پولیسو د نومبر پر ۲۰مه مشال رېډيو ته په استولي بیان کې ويلي چې په ملنګ سيمه کې د پولیسو ګاډی د سړک تر غاړې د ښخ بمي برید ښکار شوی چې پکې دوه سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

اخوا د باجوړ د پولیسو وياند محمد اسرار د نومبر پر ۲۰مه مشال رېډیو ته ويلي چې وسلوالو په عنايت کلا بازار کې په ډزو کې یو کس وژلی او دوه یې ژوبل کړي دي.

لا معلومه نه ده چې پر هغوی برید چا او ولې کړی دی خو پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

له څلورو کلونو راهیسې د ډېره اسماعيل خان او باجوړ په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

د پاکستان پوځ د نومبر پر ۲۰مه او ۱۹مه په بیانونو کې په کورمه، باجوړ او بنو کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو" پر مهال په "نښتو" کې د ۴۶ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.

رپورټ وايي، هغه میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

XS
SM
MD
LG