پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خیبر پښتونخوا په بنو کې د بدامنۍ خلاف ټولګوندیزه غونډه وکړه چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو استازو، ځايي مشرانو، مدني فعالانو او تجارانو او وکیلانو ګډون درلود.
د جون په درېیمه نېټه په ترسره شوې دغه ټولګوندیزه غونډه کې مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د نا امنۍ مخه دې ونیسي او خلکو ته دې د سر او مال تحفظ ورکړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو ځايي مشر صاحبزاده ادریس خان مشال راډیو ته وویل چې حکومت د امنیت په راوستلو کې جدي اقدامات نه دي کړي: "دلته د ترهګرۍ، قلنګ اخیستنې، هدفي وژنو او د سړي تښتونې پېښې لا هم روانې دي. تر څو چې حکومت امنیت ټینګ کړی نه وي، موږ به جرګې او غونډې کوو."
د وکیلانو د اتحادیې یو غړي شوکت ایاز د جون پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت ورسره تېر کال د بنو د پاڅون غونډې پر مهال د امن د راوستلو ژمنې کړې وې خو د هغې باوجود هم د بدامنۍ لړۍ روانه ده. هغه وړاندې وویل، که حکومت د امنیت د ښه کولو لپاره جدي ګامونه وانخیستل نو هغوی به د راتلونکې لوی اختر نه پس لویه جرګه وغواړي چې پکې به د بنو ترڅنګ د وزیرستانونو او لکي مروتو مشران هم ګډون وکړي.
حکومت تازه په بنو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نوښت د جوړې شوې ټولګوندیزه غونډې د مشرانو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د ښه کولو په موخه د پاکستان پوځ عملیات کوي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې د جون پر لومړۍ نېټه په سوات کې د امن او پر وسایلو د پښتنو د واک په اړه غونډه کړې وه.
د محمود خان اڅکزي په مشرۍ کې شوې ده جرګه کې د سيمي د بېلا بېلو سياسي ګوندونو مشرانو او استازو، د جرګو مشرانو، د سوداګرو استازو او خبریالانو په ګډون ځايي ولس په ګڼ شمېر برخه اخیستې وه.
محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل چې دې ته ورته جرګې یې په نورو سیمو کې هم کړې دي او د ولس دا غوښتنې به د پاکستان واکمنو ته وړاندې کوي.
هغه وویل: "پښتانه پر خپلو وسایل اختیار نه لري، په ناامنیو کې پښتانه وژل کېږي، د روزګار لپاره نورو هیوادونو ته ځي."
د صوبايي او مرکزي حکومت له خوا تر اوسه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې په تر سره شوې یاده ولسي جرګه کې پر راپورته کړل شویو مسلو او څرګندونو لا غبرګون مخې ته نه دی راغلی.