د لاسرسي ځای

تازه خبر

په استانبول کې د پاکستان او افغان طالب استازیو ترمینځ خبرې اترې په دویمه ورځ هم روانې دي


د پاکستان او افغانستان د دفاع وزیرانو په مشرۍ پلاوو د قطر په دوحه کې مذاکرات کړي ول. پخوانی انځور
د پاکستان او افغانستان د دفاع وزیرانو په مشرۍ پلاوو د قطر په دوحه کې مذاکرات کړي ول. پخوانی انځور

د پاکستان او افغانستان د استازیو ترمینځ نن د اکتوبر پر ۲۶مه په دويمه ورځ هم د ترکي په پلازمېنه استانبول کې خبرې اترې دوام لري.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پرونۍ (اکتوبر ۲۵مې) خبرې په دوو پړاوونو کې د دواړو خواوو د پلاوو ترمينځ ترسره شوې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو په وزارت کې سرچینو د نوم نه ښوولو په شرط د مشال رېډیو افغان څانګې ازادۍ رېډيو ته ويلي، د استانبول غونډه به درې ورځې دوام وکړي او د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې به د اوربند د غځولو، امنیتي همکاریو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو مخکې د اکتوبر پره ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوسنیو خبرو پرېکړه هلته شوې وه. د ترکیې په روانو خبرو کې د دواړو هېوادونو د ټیټې کچې استازو ګډون کړی.

تر نښتو وروسته د سپين بولدک وېش بازار بېرته پرانيستل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

د راپورونو له مخې د طالبانو د کورنیوچارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، په قطر کې افغان سفیر سهیل شاهین، د بهرنیوچارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې مشر نوراحمد نور، د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي او د دفاع وزارت استازی نوررحمان نصرت د طالبانو د حکومت استازولي کوي.

پاکستاني خبریالانو د سرچینو له قوله ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د استخباراتو مسوول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیوچارو وزارت استازی د پاکستان له اړخه ترکیې ته تللي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې ناسته کې له پاکستاني اړخ سره په دوحه کې د څو ورځو مخکې د هوکړې په تعقیب او د پاتې مسایلو په اړه خبرې کېږي، خو هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د اکتوبر پر ۲۴مه د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند ویاند طاهرحسین اندرابي په خپل اونیز خبري کنفرانس کې ويلی ول چې تمه ده چې د استانبول په غونډه کې به د ستونزو د هواري لپاره پر یوه ثابت میکانیزم موافقه وشي.

نوموړي زیاته ړې وه چې له غونډې د څارنې د یوه ټینګ او تصدیق وړ میکانیزم د جوړېدو تمه لري څو د ترهګرۍ هغه ګواښ له منځه یوسي چې د ده په وینا د افغانستان له خاوري پاکستان ته متوجه دی.

تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ويلي ول، چې که د طالبانو له حکومت سره د دوی ستونزې د خبرو له لارې نه هوارېږي، نو له افغانستان سره يې "ښکاره جګړه" ده.

خو نوموړي د اکتوبر پر ۲۵مه د پنجاب په سیالکوټ ښار کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وويل چې له طالبانو سره يې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو پر مهال داسې احساس وکړ چې "هغوی سوله غواړي."

د افغانستان له خاورې پاکستان ته ورپېښ ګواښ هغه تور دی چې دا هیواد یې تل پر طالبانو پورې کوي خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې ترهګري د پاکستان کورنۍ مسئله ده چې باید په خپل کور کې یې ختمه کړي.

بريدونه او جګړه

د دواړو هېوادونو ترمينځ په قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.

تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.

وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.

سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.

د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.

XS
SM
MD
LG