د پولیسو چارواکي وايي په کرک کې د وسلوالو په برید کې د پولیسو یو مشر (اېس اېچ او) عمر نواز او دوه نور پولیس سرتېري وژل شوي دي.
د کرک داود شاه بانډې پولیسو د سېپټېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته په لېږلي یو بیان کې ویلي چې تېره شپه ناوخته پولیسو په احمد بانډه کې ګزمه کوله چې موټر سایکل سپرو وسلوالو پرې برید وکړ. په بیان کې راغلي دي چې د پولیسو مشر او د هغه دوه نور ملګري په موقع ووژل شول او وسلوال، له ډزو کولو وروسته له سیمې وتښتېدل.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده او پولیس وايي چې د نامعلومو وسلوالو خلاف یې مقدمه درج کړې ده.
په بنو، کرک، لکي مروت او شاوخوا سیمو کې تر دې وړاندې هم دا ډول بریدونه شوي دي.
د سېپټېمبر په دویمه په بنو کې د اېف سي ځواکونو پر مرکز اول ځانمرګی برید وشو او ورپسې په مرکز کې دننه وسلوالو تر څو ساعتونو پورې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه.
د بنو ډویژن د پولیسو مشر سجاد خان د سېپټېمبر په دویمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو، ملېشه ځواک او د پوځ په ګډو عملیاتو کې شپږ وسلوال له منځه یوړل شول. د نوموړي په وینا د وسلوالو په ډزو د پولیسو، اېف سي او پوځ لږ تر لږه شپږ سرتیري هم وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي.
سجاد خان دا ونه ویل چې بریدګر څوک وو؟ کومې وسلوالې ډلې هم تر اوسه د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
خلکو د هدفي بریدونو پر ضد وخت په وخت مظاهرې، پرلتونه او احتجاجونه هم کړي دي او له حکومته یې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.