د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د اېف سي ځواک په مرکز ځانمرګی برید شوی


په بنو کې د پولیسو سرتېري له امنیتي پوستې سره ولاړ دي - د ارشیف انځور
په بنو کې د پولیسو سرتېري له امنیتي پوستې سره ولاړ دي - د ارشیف انځور

چارواکي وايي په بنو کې د اېف سي ځواک په مرکز ځانمرګي برید او ډزو کې لږ تر لږه یو پوځي سرتېری وژل شوی او د پولیسو څلور سرتېري ژوبل شوي دي.

د بنو ډویژن د پولیسو مشر سجاد خان د سېپټېمبر په دویمه نېټه رسنیو ته وویل چې د همدې ورځې په سهار یو ځانمرګي بریدګر خپل له بارودو ډک ګاډی د اېف سي ځواک د مرکز له دروازې سره و جنګاوه او په تعقیب یې نور وسلوال مرکز ته ننوتل.

په بیان کې راغلي دي چې پولیسو او پوځ په ودانۍ کې دننه له وسلوالو سره مقاومت وکړ او داسې امکان لري چې څلور وسلوال دې وژل شوي وي خو کره معلومات به یې بیا وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.

سجاد خان وايي د وسلوالو په ډزو د بنو د کینټ تاڼې د پولیسو مشر (اېس اېچ او) د مساز خان او د پولیسو درې سرتېري ژوبل شول او د پوځ یو سرتېری ووژل شو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې وسلوال د پاکستان پر وخت د سهار له پینځو بجو راهیسې د اېف سي ځواک مرکز ته ننوتلي دي او لا هم په مرکز کې دننه د چاودنو او ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

پولیس وايي سیمه یې په ولکه کې اخیستې ده او د نورو وسلوالو لټون یې پیل کړی دی.

تر اوسه کومې وسلوالې په بنو کې د اېف سي ځواک په مرکز د ترسره شوي برید په اړه څه نه دي ویلي.

بنو د خیبر پښتونخوا له هغو سیمو څخه ده چېرته چې تر دې وړاندې هم د ناامنۍ پېښې وخت په وخت مخې ته راغلې دي.

تر دې وړاندې د اګست پر ۲۹مه وسلوالو په بنو کې د پولیسو یو سرتېری وژلی وو. هغه مهال د بنو د پولیسو یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې وسلوالو د پولیسو سرتېری شاه ریاض خان د بنو او میرامشا ترمینځ پر سړک د کینټ تاڼې په حدودو کې هغه مهال په ډزو وویشت چې له کوره د کار په لوري روان وو.

تر دې وړاندې د اګست پر ۲۱مه وسلوالو په بنو کې د پوځ یو متقاعد (رېټایرډ) صوبېدار او په میرلي کې د پولیسو یو سرتېری وژلی وو.

د هغو بریدونو ذمه واري هم چا نه وه قبوله کړې.

تېره میاشت د بنو په مختلفو سیمو کې وسلوالو ډلو پر پولیسو یوشمېر حملې وکړې چې په غبرګون کې یې پولیسو او امنیتي ځواکونو د جولای پر ۳۱مه د میریانو تحصیل په نورړ سیمه کې د مشکوکو وسلوالو پرضد یو ورځني عملیات وکړل او پکې یې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژلو او د درې ژوبلو هغو د نیولو دعوه وکړه.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.

خلکو د هدفي بریدونو پر ضد وخت په وخت مظاهرې، پرلتونه او احتجاجونه هم کړي دي او له حکومته یې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

ب

XS
SM
MD
LG