د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او تورخم پولې بیا د تجارت لپاره خلاصې شوې


د چمن او سپين بولدک ترمنځ سرحدي لار.(ارشيف)
د چمن او سپين بولدک ترمنځ سرحدي لار.(ارشيف)

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن- سپین بولدک پوله د پاکستان کورنیو چارو وزارت په امر د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه.

په چمن ښارګوټي کې د چارواکو په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ دا تجارتي پوله له تېرو ۳۹ ورځو راهیسې تړلې وه.

په چمن کې د سوداګرو اتحادیې مشر ادم خان اڅکزي وايي، په لومړي پړاو کې به دغه پوله تر درېوو ورځو خلاصه وي او لومړی هغه کنټنران افغانستان ته تلی شي چې سبزیان، میوې او نور خوراکي شیان اخیستي وي.

په چمن کي د ځايي خبریالانو په وینا چې افغانستان ته پر داخلېدونکي هر کنټېنر او لارۍ به لومړی د کورنا وایرس منخنیوي دوا پاشل کېږي او تر هغه وروسته به د تلو اجازه لري. پر دې مهال د حکومت له خوا سخت امنیتي تدابیر هم نیول شوي او پر پوله د دواړو هېوادو سرحدي عسکر موجود دي.

د چارواکو په وینا چې دغه سرحدي پوله به د دواړو هېوادونو ترمنځ تر راتلونکو درېو ورځو یوازې د تجارت لپاره خلاصه وي.

له دې وړاندې د پاکستان کورنیو چار وزارت د اپریل پر شپږمه ویلي وو چې دغه لار به یوازې د يوې ورځې لپاره پرانيستې وي. بلخوا د عادي وګړو د تګ راتګ په اړه لا تر دې دمه د پاکستان وفاقي حکومت پرېکړه نه ده کړې.

په چمن کي د چارواکو په وینا چې د افغانستان شا او خوا ۳۰ زره وګړي په تېرو ۴څلورو ورځو کې د چمن له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول.

پاکستان د مارچ له دوهمې نېټې راهيسې په افغانستان کې د کورونا وايرس د پېښو تر رامنځ ته کېدو وروسته د چمن او سپين بولدک لار تړلې وه چې له امله یې نه یوازې د عامو خلګو تګ راتګ په ټپه درېدلی وو بلکې د دواړو هېوادو ترمنځ تجارت ته هم لوی زیان اوښتی دی.

بلخوا د خیبر انتظامي چارواکي وایي، چې نن د اپریل له ۱۰مې نېټې یې پر تورخم دروازه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په محدوده کچه تجارتي هلې ځلې بحال کړې او په لومړۍ مرحله کې یوازې ټرانزټ کارګو کنټینرو ته اجازه ورکړل شوه چې افغانستان ته واوړي.

نن خوا او شا ۲۵ مال وړونکي ګاډي افغانستان ته واوړېدلې، کسټم او نورو محکمو خپل کار پیل کړې. پر دې مال وړونکو ګاډو جراثیم کش دوایي پاشل کېږي، طبي ډلې د ډرایورانو معاینه کوي او بیا افغانستان ته د اوړیدو اجازه ورکوي.

دغه ټرانزټ کارګو کنټینرې په تورخم ، پیښور او کراچۍ کې راټولې شوي دي چې پکې خوراکي مواد، الیکټرانکس او کاسمیټکس سامانونه شامل دي. چارواکي وایی اول به هغه ګاډي اړوي چې په تورخم کې له مخکې ولاړې وې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG