د پاکستان وزیر اعظم امر د چمن – سپین بولدک لارې د بیا پرانستو امر کړی دی. عمران خان پر خپله ټویټر پاڼه کښلي چې د پاکستا ن او افغانستان ترمنځ دپولې پرانستو لپاره دې زغرده ګامونه پورته کړل شي.
په ټویټر کې نوموړی کاږي چې ''د کورونا covid 19 جهاني وبا خورېدو سره سره له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره مرستې ته ژمن یو. ما د چمن – سپین بولدک لارې خلاصولو لارښوونه کړې چې ټرکونه افغانستان ته پرېښول شي او په کړکېچونو حالاتو کې له افغانستان سره په ټینګه ولاړ یو.''
د وزیر اعظم له اعلان سره سم په چمن کې ولاړ په سلګونه ګاډي او کنټېنرې لیکو ته ځان برابروي چې ژر تر ژره افغانستا ن ته واوړي. د چمن-بولدک ترمنځ بندري لار د مارچ پر دوهمه نېټه د کرونا وایر س د حفاظتي ګامونو په لړ کې تړل شوې وه چې له امله یې په سلګونه لاریانې او کنټېنرونه د چمن لوري ته بند بند پاته شول. په دوی کی زیاتره د افغان ټرانزیټ ټرېډ په شیانو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره په سامانونو بار دي.
په چمن کې د چارواکو په وینا، د وزیر اعظم له اعلانه پس د کسټم کارمندان و چمن ته پر رسېدو دي چې کله هغوی ورسېږي نو دغه پوله به د تجارت لپاره خلاصه کړي خو د خلکو د تګ راتګ په اړه د وفاقي حکومت له لوري تر دمګړۍ پورې څه نه دي ویل شوي.
د دې ترڅنګ د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان په مشرۍ د جمعې په ورځ په کوټه کي یوه غونډه شوې چې پکې په صوبه کې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د پورته شویو ګامونو جاج واخېستل شو.
پر دې مهال اعلا وزیر ویلی دي چې حکومت په صوبه کې د روغتیا په اړه ایمرجنسي اعلان کړې ده.
نوموړي د حزب اختلاف پر ګوندونو هم ږغ وکړ چې پر کرونا وایرس د سیاست کولو پرځای دې د حکومت لاسونه مظبوط کړي او ولس دې تېرباسي.
بلوچستان پارلمان کې مخالفو ګوندونو نن د مارچ پر ۲۰مه په کوټه کې د یوې خبري غونډې پر مهال پر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویل یې چې د بلوچستان حکومت د غلطې تګلارې له امله له تفتانه په زیات شمېر کې د کورونا ناروغي خپره شوه.
د بلوچستان اسمبلی په تالار کې په خپله وینا کې د حزب اختلاف مشرانو ملک سکندر ایډوکیټ، ثناء بلوڅ او نصرالله زېري وویل چې وفاقي حکومت دې په صوبه کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.
دوی په کوټه او د صوبې په نورو غټو ښارونو کې د قرنطینه مرکزونو جوړولو سره هم مخالفت وکړ.
د فېسبوک تبصرې