ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
چارواکو د بلوچستان نیشنل ګوند مشر او پخوانی اعلاوزیر سردار اختر مېنګل د کوټې له هوايي ډګره دوبۍ ته تګ ته نه دی پرېښی. نوموړي بیان کې ویلي پر هوايي ډګر کارکوونکو ورته وویل چې نوم یې د پېژندګلوۍ یا شناخت په یو لنډمهالي نوملړ یا لېسټ کې دی نو ځکه له هېواده بهر سفر نه شي کولای. تفصیل په دې رپورټ کې.
د کوټې د بروري تاڼېدار قاسم قمبراني خبریالانو ته وویل چې وسلوالو یو مقناطیسي (چسپکي) بم د پوځي افسر په ګاډي پورې ونښلاوه او بیا یې چاودنه وکړه.
د مستونګ تاڼېدار رووف شاهواني مشال راډیو ته وویل، په برید کې مرستیال ډي اېس پي عبدالرزاق سواتی هم ژوبل شوی وو چې په روغتون کې یې سا ورکړه.
داراز، یو مساپر چې نوم یې نه دی اخیستی هم ویلي دي چې درې وسلوال یې بس ته وروختل، د ټولو مساپرو شناختي کارډونه یې ولیدل، د پنجاب اوسېدونکي یې ښکته کړل او بیا یې لږ ساعت وروسته د ډزو اوازونه واورېدل.
په بلوچستان کې یوشمېر ګوندونو دعوه کړې چې صوبايي حکومت د پښتو، بلوڅۍ او براهوۍ څانګې تړل غواړي. دوی وايي، له دې سره به د مورنیو ژبو زده کړو او په اړه یې څېړنو ته لوی زیان ورسوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د روغتیا صوبايي وزیر مجیب پانیزي د جولای پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل چې د کلا عبدالله، کلا سیف الله، بوري (لورالایي)، سېوۍ، ډېره بګټي، چاغي، کچي او جل مګسي ضلعي روغتیايي افسرانو په خپل کار کې ناغېړي کړې نو ځکه یې دندې ځنډوي.
د بلوچستان سرکاري ملازمینو احتجاج او کاربندیز د جون پر ۲۵مه پیل کړی او نن یې دویمه ورځ ده.
پاکستاني چارواکي وايي د ایران سره د دوی پوله یو طرفه پرانیستې ده، له ایرانه خلک پاکستان ته اوړېدلی شي خو له پاکستانه چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې هغه لوري ته ولاړ شي.
د جون پر ۱۷مه د بلوچستان صوبې د سپیکر کېپټن عبدالخالق په مشرۍ کې د صوبايي اسمبلۍ غونډه په همدې اړه غوښتل شوې وه چې ورکې د خزانې صوبايي وزیر شعیب نوشیرواني د نوي مالي (۲۰۲۵ ـ۲۰۲۶) کال بودیجه وړاندې کړه.
د جون پر ۱۰مه پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان په زیارت او د جون پر ۱۱مه پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په پشین کې په همدې موضوع جلسې وکړې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د جون په ۱۰مه د بلوچستان په زیارت کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال وویل، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو ته دې په خلاص مټ د تجارت موقعې ورکړل شي.
د جون پر څلورمه په منظور شويې ترمیمي مسوده کې دا هم ویل شوي دي چې ریاستي ادارې له ترهګرو سره په مرسته تورن کسان هم تر ۹۰ ورځو پورې له ځانه سره ساتلی شي.
د بلوچستان د وزيراعلی وياند، شاهد رند د مارچ پر ۱۱مه مشال راډيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې پر اورګاډي تر برید وروسته، سیمې ته امنيتي ځواکونه او مرستندويه ګاډي روان شوي دي.
دکوټي پولیسو دا کار د مارچ په لومړۍ نېټه هغه وخت پورته کړې دي کله چي سردار بهادرخان پوهنتون ترنظارت لاندي په ټیسټ او انټرویو کېبریالي شوو کسانو په کوټه پریس کلب کې خبري کانفرنس ته دویناکولو هڅه کوله.
د احتجاج کوونکو په وینا، د سیند او پنجاب په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د موټروې پولیس پر دوی نه یوازې ناعادلانه جرمانې لګوي، بلکې ډرایوران ځوروي او له دوی څخه په زور ډیزل اخلي.
هغوی د فبرورۍ پر ۱۲مه د مظاهرې پر مهال د پي ټي اېم د مخکښو مشرانو علي وزیر او حاجي عبدالصمد او د خیبر ولسي مشر او پښتون قامي جرګې د غړي ملک نصیر کوکیخېل په ګډون د پښتنو فعالانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د هغه ګوند د اطلاعاتو صوبايي سیکرټري کبیر افغان د فرورۍ پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د دوی او د تحريک انصاف ځيني غړي د فرورۍ پر اتمه او د ځينو نورو ګوندونو غړي د فرورۍ پر لسمه نيول شوي وو.
ماه رنګ بلوڅې د جنورۍ پر ۲۵مه د ایران او افغانستان له پولې سره نېږدې په دالبندین کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل چې د بلوچستان طبیعي زېرمې د پاکستان نورو برخو ته لېږدول کېږي.
نور وښیئ