دوی غوښتنه کړې چې له ايرانه ورستنيدونکي خلک دې په هزار ګنجي کمپ سره نيزدي نه پاتې کوي بلکې خپلو خپلو صوبونو ته دې واستوي.
دکوټې پریس کلب مخې ته د مارچ په يوولسمه شوې دې مظاهره کې مدني فعالانو او سیاسي کارکونکو په ګڼ شمیر کي ګډون کړی وو. وکړي. د مظاهرې د برخه والو وینا وه چې حکومت له ايرانه وستانه شوي خلک په هزار ګنجي کې ساتي چې له کبله یې ځايي اوسېدونکو ته ترې د کورونا وايرس خطر دی.
په احتجاج کې شامل، شهزاد کاکړ د مارچ په یوولسمه مشال راډيو ته وويل چې تېره ورځ په بلوچستان کې يو د کورونا وایرس نيولی، دولس کلن ماشوم د سند صوبې دی او په دې وروستيوو کې له ايرانه ورغلی دی. هغه زياته کړه چې دغسې ناروغان ځايي خلکو ته کورونا وايرس منتقلولی شي.
د مظاهرې ځينو برخه والو د حکومت په تیاريوو نيوکې وکړي. دوی وويل چې په صوبه کې د کورونا وايرس د ناروغانو درملنې لپاره کوم ځانګړي روغتيايي سهولتونه نشته دی.
په بلوچستان کې له ۴۰۰۰ څخه زيات خلک قرنطين کړل شوي دي. دا ټول له کرونا ځپلي ايران څخه ورستانه شوي دي.
د نوي کلي پخواني ناظم خان ولي ناصر په دې اړه وويل: ((که دا مرض په صوبه کې خپور شو نو درملنه او مخنيوی يې ځکه مشکله دی چې دلته روغتيايي خدمات کم دي.))
پردې مهال د پاکستان د مزدورانو داتحاديې ایالتي مشر، پیرمحمد کاکړ وويل چې حکومت بايد له ايران څخه ستنو شوو په کرونا اخته کسانو درملنه په سرحدي ښار تفتان کې وکړي.
د بلوچستان حکومت له خوا په بيګانيخپاره شوي بيان کې ويل شوي چې بيګا د وزيراعلی جام کمال په مشرۍ يوه غونډه کې پرېکړه شوې چې له ايرانه ورتلونکي پاکستانیان به تر ابتدايي ټيسټونو وروسته د هغوی خپلو صوبو ته استول کېږي. خو د دې کار د پېلولو تاريخ نه دی ورکړل شوی.
د مارچ په دولسمه خپاره شوي دې بيان کې ويل شوي چې په غونډه کې د افغانستان سره د چمن د لارې خلاصولو په اړه خبرې شوې او تمه ده چې ژر به پرانيستل شي.
د کورونا نښې زکام، د ستوني درد، سخته تبه او ساتنګي ده. د مخنيوي لپاره یې بايد لاسونه ژر ژر په صابن ومينځل شي. سترګو او مخ ته ګوتې مه وروړئد روغتيا نړيواله اداره
د پاکستان حکومت د ايران سره پر پوله روغتيايي مرکزونه جوړ کړي او افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه روغتيايي ډلې ګمارلې دي.
د حکومت وياند، لياقت شهواڼي تېره ورځ مشال راډيو ته ويلي وو چې هره ورځ له درې سوو څخه تر پنځه سوو پورې پاکستانيان له ايرانه ورځي چې ټول د کورونا وايرس لپاره ټيسټکېږي. د هغه په وېنا له ۴۰۰۰ څخه زيات خلک په قرنطين کې ساتل شوي او دوی د پاکستان له بېلابېلو سيمو سره تعلق لري.
د چين له اوهان ښاره، د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې پېدا شوي کورونا وايرس تر ټولو ډېر چين، بيا ايټلياو ايران ځپلي دي. د بېلابېلو مطبوعاتي راپورونو ترمخه د مارچ تر دولسمې پورې په ټوله نړۍ کې کورونا يو لک او شپږ ویشت زره خلک وهلي او نيزدي ۴۵۰۰ یې وژلي دي. په پاکستان کې د دې وايرس وهلو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی چې زياتره یې د سند صوبې دي.
د فېسبوک تبصرې