د خيبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزيرستان کې وسلوالو په جلا جلا پېښو کې دوه کسان وژلي او درې نور يې تښتولي دي.
د بنو پوليسو او ځايي اوسېدونکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، مشال راډيو ته ويلي چې د نومبر پر ۱۲مه وسلوالو د هغې ضلعې په مامندخېلو سيمه کې يو ځايي کس وویشت او وروسته وتښتېدل.
پوليس زياتوي، پر همهغه ورځ د بنو په هوېد سيمه کې وسلوالو درې ځايي کسان وتښتول او نامعلوم ځای ته يې لېږدولي دي.
بلخوا د شمالي وزيرستان د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل، د نومبر پر ۱۲مه وسلوالو د ميرلي د ذاکرخېلو يو اوسېدونکی وژلی او وروسته يې مړی په بازار کې غورځولی دی.
د درېواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې، خو پوليس وايي چې مقدمې يې درج کړي او د مشکوکو وسلوالو خلاف يې د لټون عمليات پيل کړې دي.
د نومبر ۱۲مې له پېښې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بريدونو شمېر ۲۴ ته ورسېد چې د زياترو ذمه واري يې چا نه ده منلې.
له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د بنو او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.
د نومبر پر ۱۲مه د بنو پوليسو مشال راډيو ته وويل چې د هغې ضلعې د يو پخواني تاڼېدار عابد وزیر مړی يې تر هغه وروسته موندلی چې د نومبر پر نهمه په خدري مامندخېلو کې وسلوالو وتښتاوه او نامعلوم ځان ته یې ولېږداوه.
تر دې يوه ورځ وړاندې، د نومبر پر ۱۱مه موټرسایکل سپرو وسلوالو د هوېد تاڼې په حدودو کې د صدر تاڼې د پلټنې د څانګې پر پولیس سرتېري ډزې وکړې او هغه يې وواژه. داراز، د نومبر پر نهمه په بنو کې د پوځ پر قافلې په برید کې دوه سرتېري ژوبل شوي ول.
د هغو بریدونو او د پولیسو د پخواني تاڼېدار د تښتولو او وژلو مسوولیت لا چا نه دی منلی.
په بنو او شاوخوا سیمو کې تر دې وړاندې هم وسلوالو حکومتي مامورین او سیمه ییز مشران تښتولي چې يوشمېر يې وروسته د سیمې د مشرانو په جرګو خوشې شوي دي.
د نومبر پر اوومه وسلوالو د یوې ځايي جرګې په هڅو د اوبو او برېښنا لېږدولو ادارې (واپډا) پينځه تښتولي کارکوونکي خوشې کړل.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.