د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۲۳ز کال د مې نهمې بلوو په تړاو په اتو قضیو کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ضمانت غوښتنلیک منظور کړی دی.
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.
د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.
د پاکستان پخواني وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بللې وه او ویلي یې ول چې هر کال به یې رسماً یادونه کوي.
خو تحریک انصاف په هغو بلوو کې د ککړتیا تورونه رد کړي ول او ویلي یې ول چې احتجاجونه یې سوله ییز ول.
په پاکستان کې پولیسو او قانون پلي کوونکو ادارو د مې نهمې د بلوو په تړاو ګڼ کسان نیولي ول چې پوځي عدالتونو ورڅخه لسګونو ته د بند سزاګانې اورولې دي.
حکومت د لاهور د قول اردو (کور کمانډر) پر کور د برید تر څنګ پر عمران خان د بلوو او تاوتریخوالي اته قضیې دایرې کړې وې.
د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې په لاهور کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د خان ضمانت رد کړی وو. سږ کال په جون کې لاهور های کورټ هم د نوموړي د ضمانت غوښتنلیک رد کړ چې په غبرګون کې یې وکیلان سپریم کورټ ته ولاړل.
د اګست پر ۲۱مه د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي یحیا اپرېدي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ چې قاضیان محمد شفیع صدیقي او حسن اظهر رضوي پکې شامل ول، د خان د درخواست اورېدنه وکړه.
د نوموړي په استازیتوب یې وکیل سلمان صفدر او د پنجاب ځانګړي څارنوال ذوالفقار نقوي د دولت په استازیتوب دلیلونه وړاندې کړل.
وروسته قاضي اپرېدي د خان ضمانت منظور کړ.
پاکستان تحریک انصاف د سترې محکمې د پرېکړې هرکلی کړی دی او پر اېکس (پخواني ټوېټر) یې په بیان کې دا د "عمران خان بریا" بللې ده.
البته د پي ټي ای د بنسټګر پرضد یوشمېر نورې قضیې هم شته چې پر اساس یې نوموړی د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې بندي دی.
سپریم کورټ د خان ضمانت پر داسې وخت تایید کړی چې د جولای پر ۳۱مه د پنجاب په فیصل اباد کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر عمر ایوب خان او په سېنېټ کې د مخالفو ګوندونو مشر شبلي فراز په ګډون د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) یوشمېر مخکښو سیاستوالانو او پلویانو ته د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه په بلوو کې د ککړتیا په تور د بند سزاګانې واورلې.
عدالت عمر ایوب خان، شبلي فراز، د سني اتحاد شورا مشر او د قامي اسمبلۍ غړي صاحبزاده محمد حامد رضا، د تحریک انصاف مخکښې سیاستوالې او د قامي اسمبلۍ غړې زرتاج ګل وزیرې ته د ۱۰، ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله.
له دې پرته د ترهګرۍ ضد عدالت د مې نهمې پېښو په تړاو د تحریک انصاف له ۱۸۵ تورنو غړو څخه ۱۰۸ ته د بند سزاګانې واورولې خو د تحریک انصاف پخوانی سیاستوال فواد چودري، د قامي اسمبلۍ غړی زین قریشي او د پنجاب اسمبلۍ غړی خیال احمد کاسترو یې بري کړل.
تحریک انصاف پرېکړه وغندله او لوړ عدالت ته یې د عریضې کولو اعلان وکړ.
وروسته د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اګست پر پینځمه د سېنېټ، قامي اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ نهه سزا شوي غړي د هغو څوکیو لپاره نااهله وګرځول.
عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پر وړاندې یې دایرې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.