د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو کمېشن د سېنېټ، قامي اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ ۹ غړي نااهله وګرځول


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن دفتر - پخوانی تصویر
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن دفتر - پخوانی تصویر

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د قامي اسمبلۍ، پنجاب اسمبلۍ او د سېنېټ نهه غړي نااهله وګرځول چې پکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مهم غړي هم شامل دي.

کمېشن د اګست پر پینځمه په خپله پرېکړه کې ویلي، په نااهله ګرځول شویو کې پینځه د قامي اسمبلۍ غړي، یو سېنېټر او درې د پنجاب اسمبلۍ غړي شامل دي. د کمېشن د پرېکړې له مخې شبلي فراز، عمر ایوب، صاحبزاده حامد رضا، رای حسن نواز، زرتاج ګل، انصر اقبال، جنید افضل، رای محمد مرتضا اقبال او حیدر علي نااهله ګرځول شوي دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي دا پرېکړه یې د ۲۰۲۳ز کال د مې نهمې نېټې په بلوو کې د ککړتیا په تور دغو کسانو ته د سزا اورول کېدو وروسته کړېده.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د ترهګرۍ ضد یو عدالت د جولای پر ۳۱مه، د مې د نهمې نیټې د قهرجنو مظاهرو په تړاو د تحریک انصاف د ۱۰۰ څخه زیاتو مشرانو او فعالانو ته تر لسو کلونو پورې د بند سزا اورولې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف د خپلو سیاستوالانو او غړو پرضد مقدمې "پر درواغو ولاړې" بللې دي او ویلي یې دي چې عدالتي پرېکړه د "سیاسي غچ (انتقام) اخیستنې" معنا لري.

تحریک انصاف د اګست پر پینځمه د پېښور په ګډون د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د خپل مشر عمران خان د زنداني کېدو په دوه کاله پوره کېدو مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG