د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د بنو نورړ کې په یو ورځنیو عملیاتو کې د ۶ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


په بنو کې پولیسو او امنیتي سرتېرو پر سړک ناکه لګولې ده او پهره کوي - انځور له ارشیفه.
په بنو کې پولیسو او امنیتي سرتېرو پر سړک ناکه لګولې ده او پهره کوي - انځور له ارشیفه.

پولیس وايي، د بنو د میریانو تحصیل په نورړ سیمه کې یې له امنیتي ځواکونو سره د مشکوکو وسلوالو پرضد ګډ عملیات پای ته رسېدلي او هلته یې ګرځبندیز (کرفیو) ختم کړی دی.

د بنو د پولیسو دفتر د اګست پر لومړۍ خبریالانو ته په استولي بیان کې ویلي چې یو ورځني عملیات د جولای پر ۳۱مه سهار پیل شوي ول چې پکې شپږ مشکوک وسلوال وژل شوي او درې یې زخمي نیولي دي.

پولیسو دا نه دي ویلي چې وژل شويو او ژوبلو په کومې ډلې پورې تړاو درلود او کومې وسلوالې ډلې هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي. داراز، مشال راډیو په خپلواکه توګه د پولیسو دعوه نه شي تاییدولای.

بیان وايي، د عملیاتو پر مهال وسلوالو پر میریانو تاڼې د ډرونونو له لارې دوه ځلې بمونه وغورځول چې پکې اووه سرتېري ژوبل شول. د پولیسو په وینا، له ژوبلو څخه یې دوه د امنیتي ځواکونو، درې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او دوه د عادي پولیسو سرتېري دي.

بیان کاږي، د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سجاد خان او د ضلعې د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي عملیات وڅارل. کلاچي د جولای پر ۲۹مه ویلي ول چې نورړ ته وسلوال ورغلي دي نو پرضد یې عملیات پیلوي.

د جولای پر ۳۱مه چې پولیسو په نورړ کې ګرځبندیز ولګاوه نو د سیمې اوسېدونکو ته یې ګواښ کړی وو چې که چا د وسلوالو مرسته یې وکړه یا یې ورته په کور کې پناه ورکړه نو کور به یې ړنګ کړي.

د پولیسو بیان زیاتوي چې اوس په نورړ کې وضعیت او د ژوند چارې عادي حالت ته ګرځېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۲۹مه د باجوړ په لویو ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد درې ورځني عملیات پیل کړل چې له وجې یې لسګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښودې او یوشمېر ګوندونو، فعالانو او ځايي اوسېدونکو د پوځي کاروایۍ مخالفت وکړ.

د بنو په نورړ او میریانو کې په وروستیو کې د ناامنۍ یوشمېر پېښې شوې دي.

د جولای پر ۲۶مه پولیسو او امنیتي ځواکونو په نورړ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

تر دې مخکې، د جولای پر نهمه وسلوالو په نورړ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) پر سرتېرو برید کړی وو او د هغوی ګاډی یې سوځولی وو. وروسته له وسلوالو سره په نښته کې یو سرتېری او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي ول.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.

XS
SM
MD
LG