د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر موضوع تبصره نه کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د خبري غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د خبري غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه.

پاکستان د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو موضوع پر "ګومانونو" ولاړه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له ویاند شفقت علي خان څخه چې یو خبریال د جولای پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال پوښتنه وکړه چې ایا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي پاکستان ته د سفر پر مهال یې د حکومت په رسمیت د پېژندلو امکان شته او که نه، نو هغه وویل، دا خبره "پر اټکل ولاړه" ده نو ځکه ورباندې "تبصره نه کوي."

متقي پر هم هغه ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د "اګست په لومړۍ اونۍ کې" له یو پلاوي سره پاکستان ته ځي او هلته به له چارواکو سره "د سیاسي مسایلو ترڅنګ پر اقتصادي مسایلو" غږېږي.

خو شفقت علي خان وویل، د دواړو لوریو چارواکو د متقي د سفر په اړه خبرو ته دوام ورکړی دی او لا یې نېټه نه ده ټاکل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه د روانې میاشت په پیل کې د نړۍ لومړی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژنده.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول او له هغه وخت راهیسې یې تر اوسه هېڅ هېواد حکومت په رسمیت نه وو پېژندلی البته چین، پاکستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو یې سفیران منلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په وروستیو کې کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي د سفر په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه، "په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه" له طالب چارواکو سره د نقوي د خبرو "مهمه موضوع" وه.

نقوي او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د جولای پر ۲۰مه کابل ته تللي ول.

هغه سفر پر داسې وخت شوی وو چې په تېرو اونیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یوشمېر وسلوالې حملې وشوې.

د پاکستان پوځ او حکومت اکثر تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان حملې کوي.

خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي هېڅ وسلوالې ډلې ته یې په افغانستان کې پټنځای نه دی ورکړی او ټینګار کوي چې د هغه هېواد خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) او نورې ډلې هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغوی او پاکستان ترمینځ تعلقات په تدریجي ډول ساړه او ان خراب شول، خو روانه میاشت د دواړو خواوو چارواکو د یو بل هېوادونو ته سفرونه وکړل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د جولای پر ۲۲مه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمد الله زاهد په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته ولاړ او له چارواکو سره یې د زراعتي توکو د ترجیحي تعرفو (مالیو) د کمولو هوکړه وکړه.

تر دې مخکې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی وو او هلته یې د پاکستان، ازبکستان او افغانستان ترمینځ د ټرانس افغان په نوم د رېلګاډي د پروژې "شونتیا د څېړنې" موافقه لاسلیک کړه.

د ټرانس افغان رېللارې د پروژې د تطبیق درې اړخیزه توافق د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د سیمه ییز تجارت د پیاوړتیا او د پاکستان له بندرونو سره د مرکزي اسیا د وصلولو په هدف لاسلیک شو.

د اورګاډي دا پروژه چې د ازبکستان له ترمذ ښاره پیلېږي، د افغانستان له مزارشریف او لوګر ولایتونو څخه تېرېږي او د خیبر پښتونخوا د کورمې تر خرلڅیو بندره رسي.

دا پروژه به د بشپړېدو په صورت کې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره وصل کړي او د مرکزي اسیا د هېوادونو او د پاکستان د سمندري بندرونو ترمینځ به لاره برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جولای پر ۱۷مه د کابل سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره هم خبرې کړې وې. اسلام اباد وايي، دواړو مشرانو د خپلمینځي اړیکو د ښه کولو او د تجارت، ټرانزېټ او امنیتي همکارۍ پر زیاتولو بحث وکړ.


XS
SM
MD
LG