د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پر "مهمو موضوعاتو" د خبرو لپاره کابل ته تللی دی


د طالبانو حکومتي چارواکي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي (له کیڼ لوري لومړی) ته پر کابل هوايي ډګر ستړي مه شي وايي - د جولای ۲۰مې انځور.
د طالبانو حکومتي چارواکي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي (له کیڼ لوري لومړی) ته پر کابل هوايي ډګر ستړي مه شي وايي - د جولای ۲۰مې انځور.

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له طالب مشرانو سره د خبرو لپاره افغان پلازمېنې ته تللی دی.

د سفارت چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل، نوموړی د جولای ۲۰مې پر ماسپښین کابل ته ورسېد.

له نقوي سره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم د سفر ملګری دی. هغه له نورو معلوماتو ورکولو پرته مشال راډیو ته وویل، نقوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره پر "مهمو موضوعاتو" خبرې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پر داسې مهال کابل ته تللی چې په وروستیو ورځو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت اکثر تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان حملې کوي.

خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي هېڅ وسلوالې ډلې ته یې په افغانستان کې پټنځای نه دی ورکړی او ټینګار کوي چې د هغه هېواد خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) او نورې ډلې هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی وو او هلته یې د پاکستان، ازبکستان او افغانستان ترمینځ د ټرانس افغان په نوم د رېلګاډي د پروژې "شونتیا د څېړنې" موافقه لاسلیک کړه.

د ټرانس افغان رېللارې د پروژې د تطبیق درې اړخیزه توافق د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د سیمه ییز تجارت د پیاوړتیا او د پاکستان له بندرونو سره د مرکزي اسیا د وصلولو په هدف لاسلیک شو.

د اورګاډي دا پروژه چې د ازبکستان له ترمذ ښاره پیلېږي، د افغانستان له مزارشریف او لوګر ولایتونو څخه تېرېږي او د خیبر پښتونخوا د کورمې تر خرلڅیو بندره رسي.

دا پروژه به د بشپړېدو په صورت کې د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره وصل کړي او د مرکزي اسیا د هېوادونو او د پاکستان د سمندري بندرونو ترمینځ به لاره برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جولای پر ۱۷مه د کابل سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره هم خبرې کړې وې. اسلام اباد وايي، دواړو مشرانو د خپلمینځي اړیکو د ښه کولو او د تجارت، ټرانزېټ او امنیتي همکارۍ پر زیاتولو بحث وکړ.

XS
SM
MD
LG