د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې بمي چاودنې د پوځ یو افسر وژلی دی


په کوټه کې د پوځ یو سرتېری پهره ورکوي - انځور له ارشیفه.
په کوټه کې د پوځ یو سرتېری پهره ورکوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې یې وسلوالو په بمي چاودنه کې یو افسر وژلی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۹مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې مېجر محمد انور کاکړ د شنبې (خالي) پر مازیګر په خپل ګاډي کې روان وو چې د کوټې په جبل نور سیمه کې د چاودنې ښکار شو.

وروسته پولیسو د څارګرو یا سي سي ټي وي کیمرو یوه ویډیو خپره کړه چې پکې ښکاري چې پر موټر سایکل سپاره دوه کسان د مېجر انور موټر له شا خوا ورنېږدې شي او بیا څو ثانیې (سیکنډونه) وروسته چاودنه وشي.

د کوټې د بروري تاڼېدار قاسم قمبراني خبریالانو ته وویل چې وسلوالو یو مقناطیسي (چسپکي) بم د پوځي افسر په ګاډي پورې ونښلاوه او بیا یې چاودنه وکړه.

پولیس وايي، د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

بلوڅ بېلونتپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د جولای ۱۹مې پر ماخوستن رسنیو ته په استولي بیان کې د برید ذمه واري منلې ده.

په بلوچستان کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او د بلوڅ بېلتونپالو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې وخت په وخت حملې کوي.

په تېرو ورځو کې د هغې صوبې په مختلفو برخو کې وسلوالو یوشمېر بریدونه کړي دي چې پکې یې مرګژوبله او مالي زیانونه واړول.

د جولای پر ۱۸مه په مستونګ کې د پولیسو پر یو ګاډي په برید کې د مرستیال ډي اېس پي په ګډون دوه پولیس ووژل او دوه ژوبل شول. د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د جولای پر ۱۶مه وسلوالو په قلات کې پر مساپر لېږدوونکي بس برید کړی وو چې پکې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او اووه ټپیان ول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې وه. هغې ډلې تر برید څو ساعته وروسته رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې وه چې په بس کې یې سپاره "۲۷ پاکستاني پوځیان وژلي" او یوشمېر نور یې ژوبل کړي دي.

خو د بلوچستان حکومت دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې ول چې په بس کې سپاره زیاتره کسان قوالان او موسیقاران ول چې د موسیقۍ په یو محفل کې د ګډون لپاره کوټې ته روان ول.

تر دې څو ورځې مخکې هم وسلوالو په پښتون مېشته سیمه ژوب کې له مساپر لېږدوونکو بسونو څخه نهه تنه، چې د پنجاب اوسېدونکي ول، ښکته کړل او و یې وژل.

پر هم هغه ورځ وسلوالو په قلات کې په معدنیاتو بار دوه لارۍ وسوځولې او په مستونګ کې یې سرکاري ګاډي ونیول. د هغو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.

د بلوچستان حکومت د جولای پر نهمه او ۱۰مه نېټه د امنیتي ګواښونو له کبله له کوټې د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ځنډولی وو.

د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف د مارچ پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي ول چې وسلوال د بلوچستان د "سولې او پرمختګ دښمنان" دي او زیاته کړې یې وه چې هغوی به خپلو موخو ته په رسېدو بریالي نه شي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG